1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تايليند د حکومت د مخالفينو سوليز احتجاج په خونړيو پيښو بدل شو.

۱۳۸۹ اردیبهشت ۲۵, شنبه

نن هم پلازمينه بنګکاک کي د حکومت مخالف احتجاج کونکو او امنيتي ځواکونو تر منځ خونړی نښتي وشوي. د مړو شمير 17 ته لوړ شوي دي او په سل ګونو نور ټپيان شويدي

https://p.dw.com/p/NOiT
داسي ښکاري لکه چي بنګکاک د جګړي په ډګر بدل شوي وي. حکومتي عسکر د احتجاج کونکو پر خلاف په ډزو لاس پوري کړ
داسي ښکاري لکه چي بنګکاک د جګړي په ډګر بدل شوي وي. حکومتي عسکر د احتجاج کونکو پر خلاف په ډزو لاس پوري کړانځور: AP

له اونيو را په دي خوا د تايليند په پلازمينه بنګکاک «سور کميس» نومو احتجاج کونکو د حکومت د منحللو او او نوو پارلماني ټاکنو لپاره په سوليزه توګه غوښتني کولي خو د پنجشنبي د ورځي راهيسي دغه سوليز احتجاج په خونړي پيښو بدل شوي چي د رپوټونو له مخي د مړو شمير 17 ته لوړ شوي او په سل ګونو نور ټپيان شوي دي.

په عين وخت کي ملګرو ملتو او امريکا متحده ايالاتو په دواړو اړخونو غږ کړي چي له زور زياتيو لاس واخلي او روان سياسي کړکيچ په سوليزه توګه حل کړي

د حکومت يو وياند د زورزياتيو ملامتيا پر مخالفينو واچوله. هغه وويل:

«دخواشيني وړ خبره ده چي په روان سياسي کش او کړپ کي له زور زياتيو څخه کار اخيستل کيږي، مونږ به د هر پيښي پلټنه وکړ»

په بنګکاک کي سوليزي مظاهري وروسته له هغي په خونړي پيښو بدل شو چي د پوځ يو منصبدار مخالفينو سره يو ځاي شو.

د آلمان غږ د راډيو د خبريال د رپوټ له مخي نوموړی د مخالفينو د نظامي چارو مسؤل تعين سوي ؤ ، پداسي حال کښي چي د خارجي ژورنالسټانو سره يې مرکه کوله ، وويشتل سو .

تورن جنرال کاتيا چي په سې ډاينګ مشهوره دي ، په سر کښي تر سخت ټپي کيدو وروسته په روغتون کښي بستر دي .

تر ويشتل کيدو فقط څو ساعته دمخه ده اعلان کړي ؤ ، چي غواړي د سور کميسو رهبري پلاس کښي واخلي ، چي د غورځنګ د 7 مهمو رهبرانو په منځ کښي عملاً د يوه درز او جدايي په معني وه . جنرال سې ډاينګ ته د يوه سخت دريزه شخص په سترګه کتل کيږي .

د تايلينډ امنيتي قواوو د پنجشنبي په ورځ په دې شروع وکړه ، چه د سور کميسو ټولي نيول سوي ساحې ، يعني د بنکاک د تجارتي مرکز سي لون او د ښار د مهمو څلور لارو څخه دوي وشړي . دوي ته وويل سول چه هر يو چي غواړي ووزي ، وتلاي سي ، خو هلته به څوک پرې نښول سي ، او په زوره به وشړل سي .

خو بيا برعکس د مخالفينو په مورچلونو کښي پرون شپه چا د وتلو خيال هم نه کاوه ، او جشن يې جوړ کړي ؤ .

د دموکراسۍ دپاره د ولسي اتحاد پلويانو نه غوښتل چي د حکومت تهديدونو ته تسليم سي . د دوي يوه وياند سيانګ بون پراکونګ وويل:

«موږ د حکومتي قواوو د ممکنه حملې دپاره تياري لرو . نن ماښام هم څو واري آوازې خپرې سوې . خو زه شخصاً ګمان نه کوم چه حکومت دي واقعأ يو څه وکي . دوي غواړي چي موږ د خپل رواني جنګ تر اغيزي لاندي راولي .

ديوه بل مظاهره کونکي په وژل کيدو او فيرونو سره دوي غواړي ، موږ وبيروي . خو موږ به دلته پاته سو . »

د ورځپاڼو د معلوماتو پر اساس د سور کميسو يوه مهم رهبر وېره موسي کاپونګ ، غورځنګ پرې ايښي دي . دي د معتدلو رهبرانو د جملې څخه ؤ،چي آماده ؤ احتجاجونو ته خاتمه ورکړي ، او د حکومت د پخلايني پلان ومني . همدارنګه ډاکټر وېنګ ټايراکان هم وتلي دي . خو وېنګ وايي ، چه دسته جمعي رهبري پر خپل ځاي پاته ده ، او اضافه کوي : «دا عادي خبره ده ،چي د نظرياتو اختلافات موجود وي . دوه مختلف انسانان هيڅ وخت يو ډول نظريات نلري ، او هر يو کولاي سي د وخت په تيريدو سره خپل نظر ته تغير ورکي . »

د بلي خوا بيا د تايلينډ حکومت په 15 نورو ولايتو کښي هم اضطراري حالت اعلان کړي دي ، ځکه چه د دې خطر موجود دي ، چي په تايلينډ کښي دي احتجاجونه او اعتراضونه نور هم پراخ سي .

موش بوروفسکا/ قاسم نوري

کتونکي : عبدالباري حکيم