1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تايلينډ د شخړي سوله ايز حل بيا هم نه تر سترگو کيږي

۱۳۸۹ اردیبهشت ۳۰, پنجشنبه

تايلنډ چي دآسيا په جنوب کي درخصتيو دتيرولو ډير ښکلی ځای دی، اوځان سيلانيانواو خپلو ميلمنو ته دمُسکا دهيواد په توګه ورپيژني .خو دغه شهرت ته يې اوس ډير تاوان رسيدلی دی

https://p.dw.com/p/NSd2
انځور: AP

کله چي اورونه مړه شول ، دبنکاک دسړکونوڅخه لوګي والوتل ، دناکراريو قربانيان وشميرل شول ،او دلاري بندونکي باري او مورچلونه بيرته ليري شول ،نوهغه وخت بيا داپوښتنه کيږي چي ددې ناکراريو ګټونکي اوبايلونکي څوک دي . په ځواب کي ويل کيدای شي چي ګټونکي نلري خو بايلونکي يې ډير دي .

له ټولوڅخه لويه بايلونکي دتايلند ديمو کراسي ده .اوپارلمان هم پدې کي بي کفايتي ښودلې چي دښاري نخبه ګانو اواعتراض کونکو کليوالو ترمنځ يو رغونکی سياست وچلوي . هيڅ داسي قضايي پريکړه نده شوې چي دتايلند دسياسي مشر تابه قانوني والي په څنګ کي اقتدار هم ورکړي .

اوهيڅ يوه ګوند داسي ندي ښودلي چي ووايي شخړي اولانجې د سياسي لاري هم حل کيدای شي . نوپدې ډول سياسي تأسيسات دسولي په راوستلو کي پاته راغلي دي .

همدغه ډول دنوموړي پاچاهي هيواد دسلطنتي کورنۍ معنوي اقتدار ته تاوان رسيدلی دی . داهيله چي دنوموړي هيواد ناروغه پاچا به په مسله کي منځګړيتوب وکړي او ټول به کرارۍ ته راوبلي ،په نا اميدۍ بدلي شويدي

.او له پاچاهي ماڼۍ څخه هيڅ غږ پورته نشو .

دغه هيواد ته نور رسيدلي تاوانونه دسياحت په ساحه کي رسيدلي تاوانونه دي . دنوموړي هيواد په لک هاووکسه همدا دسياحانودراتلو له لاري ځانونوته نفقه پيدا کوي .

د 2001 کال راهيسي چي په ثابت شوي ډول رشوت خوره لمړي وزير تکسين دچارو واګي په لاس کي ونيولې، نوموړي هيواد په ژور ډول په ګډوډيو کي ډوبيږي . پدې منځ کي دغه هيواد په اقتصادي بحران هم اخته شويدی .

No Flash Thailand Politik
انځور: AP

تکسين له هيواد څخه ليريتوب غوره کړ ،ځکه چي په وطن کي يې محاکمې انتظار درلوده . او ډيری وايي چي ددې ناکراريو اصلي عامل هم دی دی . خو داخبره ثابتيدای نشي .

پاته دي نوي چي داوسني حکومت پلويانو چي زيړ کميسونه به يي اغوستل ددې لپاره چي تکسين له قدرت څخه وغورځوي ،په غير ديموکراتو اعمالوباندي لاس پوري کاوو . دوی په 2008 کال کي څو ورځي دبنکاک نړيوال هوايي ډګر چاپير کړی وو، اوټولنه يي پر دوو خوا وو ويشلې وه.

دلته پوښتنه پيدا کيږي چي سره اوکه زيړه خوا حق په جانب دي ؟ نو سړی ويلی شي چي يوه خواهم نه . ځکه چي په پارلمان کي ښاريانو ته دڅوکيو دشمير ټاکل هماغسي ناحقه کار دي لکه د بنکاک په سړکونوکي دسرو فعاليتونه .

دتايلند دقدرت پرسر مبارزه کي دزيړو اوسرو ترمنځ يو بل ځواک هم شته، چي هغه دنوموړي هيواد پوځ دی . دتايلند پدې معاصر تاريخ کي پوځ 18 واره کودتاوي کړي او قدرت يې نيولی دی . اوددې نوو ناکراريو له پيل کيدو راهيسي بيا دکودتا آوازې شته دي .او دکودتاګانو دشمير ډيروالی ښيي چي دتايلند پوځ وروسته دقدرت له نيولوڅخه بيا بيا دې ته چمتووو چي ټاکني وکړي، اوخپلو قشلوته بيرت پر شا شي . اود وروستيو کلونو پيښو وښودله چي پدې ډول مګر ديوې دوام لرونکي آرامۍ اوکرارۍ دراتلو لپاره لاره نده اواره شوې .

آيا دتايلنډ په اوسنۍ وضعه کي کوم مثبت اړخ هم شته؟ په هرحال که څه هم ډير کسان وژل شويدي ،دډيرو وينو دتوييدومخنوي شويدي .نوموړي هيواد لا په کورنۍ اودوروڼوترمنځ جګړو کي نه ډوبيږي . مګر دنوموړي هيواد له شمالي برخو څخه دنويو ناکراريو خبر ورکړل شويدی .

گولټه شرويدر/ رحيله اميري

کتونکي : محمد قاسم نوري

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل