1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تاپې پروژې ۲۰۰ میلیون ډالره نوي پانګونې ترلاسه کړي

۱۳۹۵ فروردین ۲۰, جمعه

د تاپي په پروژې کې یو نوی تحرک رامنځ ته شوی دی. د پایپ لاین دغې پروژې چې د افغانستان او پاکستان له لارې د ترکمنستان ګاز هندوستان ته رسوي، اوس ۲۰۰ میلیونه ډالر نوې پانګونې ترلاسه کړي دي.

https://p.dw.com/p/1IS3A
انځور: DW

د هغه تړون له مخې چې د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د اپريل ۷مه نېټه) په ترکمنستان کې لاسلیک شو، دغه نوې پانګونه د ترکمنستان د ګازو دولتي شرکت، د پاکستان د بین الدولتي ګاز سیستم، افغان ګاز شرکت او د هند د ګایل شرکت له خوا، برابریږي.

ترکمنستان لا وختې د افغانستان تر پولې پورې د دغه پایپ لاین د جوړولو چارې پیل کړې دي. د دغه هیواد د لومړي وزیر مرستیال یخشي ګیلدي کاکایف، ویلي دي: «د دې سند لاسلیکدل د کانسرسیوم لا ډیر کار ته لاره هواروي.»

هغه زیاته کړه چې دغه پیسې به د پایپ لاین د تیریدو مسیر د تعینولو پر انجینري کارونو او همداراز چاپیریال په اړه څیړنو باندې لګول کیږي.

تاپي له ترکمنستان څخه هندوستان ته ګازو لیږدولو څو ملیتي پروژه ده چې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان له خوا په ګډه پلي کیږي. د دغې پروژې په اړه بحثونه په ۲۰۰۲ کال کې پیل شول خو په افغانستان او پاکستان کې د امنیتي وضعیت د خرابوالي له کبله یې پلي کیدل څو کاله وځنډیدل.

د تاپي پروژې د پلي کولو له پاره د «تاپي پایپ لاین لمتد» په نوم یو کنسرسیوم جوړ شوی دی چې څلور هیوادونه په کې شریک دي. افغانستان په ټاپي پروژه کې ۲۵ سلنه سهم لري.