1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تایلنډ صدراعظمه گرمه وگڼل شوه

سید ریاض (آژانسونه)۱۳۹۳ اردیبهشت ۱۷, چهارشنبه

د تایلنډ د اساسي قانون محکمې د دغه هیواد لومړۍ وزیره ینگلک شیناواترا، له واک څخه د ناوړې استفادی په تور، مجرمه وگڼله. که څه هم شنیاواترا دغه تور ردوي، خو هغه به د کابینې له نهو غړو سره له خپلو څوکیو لاس په سر شي.

https://p.dw.com/p/1BuyF
انځور: Reuters

د تایلنډ د اساسي قانون محکمې د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د می میاشتې ۷مه) حکم وکړ چې د دغه هیواد لومړۍ وزیرې ینگلک شیناواترا له واک څخه ناوړه استفاده کړې ده. پر لومړۍ وزیري تور پورې شوی دی چې د خپل «پيو تای» گوند د گټې له پاره یې په ۲۰۱۱م کال کې د ملي امنیت مشر پر څوکۍ یې د خپل خوښې کس ټاکلی وو.

د تایلنډ د اساسي قانون د محکمې د قاضیانو د نهه کسیزي ډلې مشر، په یوه تلویزوني وینا کې وویل: «قاضیانو د رایو په اکثریت سره حکم وکړ چې ینگلک د خپل صدراعظمۍ له مقام څخه ناوړه استفاده کړې ده او د خپلو گټو له پاره یې د [تاویل پيلینسري] په تبدیلیدو کې مداخله کړې ده. له دې کبله د هغې د صدراعظمې مقام پای ته ورسید...ینگلک، نوره د مؤقتي صدراعظمې په توگه په خپل مقام کې نه شي پاتې کیدای.»

دغه حکم په دې معنی، چې ینگلک به له خپلې څوکۍ او سیاست څخه لاس په سر شي. پر دې سربیره د کابینې نهه مؤقتي غړي هم له خپلو دندو څخه لیرې کړای شوي دي.

د محکمې د موندنې له مخې د ملي امنیت د مشر تبدیلیدل «د یوې پټې اجنډا» له مخې تر سره شوی تر څو د ینگلک کورنۍ ترې گټه پورته کړي. دا خبره لا تر اوسه معلومه نه ده چې څوک به د تایلنډ مؤقتي صدراعظم شي.

«ما هیڅ گټه نه ده اخیستې»

ینگلک شیناواترا، د سه شنبې په ورځ محکمې ته حاضره شوه، تر څو د هغې پر وړاندې د لگیدلو تورونو څخه دفاع وکړي. هغې د سه شنبې په ورځ ویلي وو: «زه به ټول هغه تورونه رد کړم چې زما پر وړاندې لگیدلي دي. ما له هیڅ قانون څخه سرغړونه نه ده کړې او ما له دغې مقررې څخه هیڅ گټه نه ده تر لاسه کړې.»

ینگلک شیناواتر له تیر کال راهیسې د اختلاس د تورونو له کبله، د حکومت ضد سختو احتجاجونو سره مخامخ ده. انتقاد کوونکي پر ینگلک تور پورې کوي چې د پخواني راپرځول شوي صدراعظم تاکسین شیناواترا، چې د ینگلک ورور دی، لاس پوڅې ده.

تاکسین شیناواترا، له بند څخه د ویرې له کبله په تبعید کې ژوند تیروي، خو پر هغه باندې د خپلې خور په واسطه د حکومت کولو تور دی. تاکسین شیناواترا، په ۲۰۰۶م کال کې د پوځ له لوري له واکه گوښه کړای شوی وو.

په تیرو شپږو میاشتو کې سیاسي تحولاتو په دغه هیواد کې لږ تر لږه د ۲۵ انسانانو ژوند واخیست. له خپلې څوکۍ څخه د ینگلک د لیرې کیدو وروسته، په پلازمینه بنکاک کې د نورو احتجاجونو د تر سره کیدو انديښنې شته او ښایي د حکومت او د حکومت ضد پلویانو تر منځ ممکنه آخ او ډب یو ځل بیا تکرار شي.

تایلنډ په اوسني وخت کې یو مؤقتي حکومت لري. د روان میلادي کال د فبرورۍ میاشتې کې د دغه هیواد د اساسي قانون محکمې د ټاکنو د اخلالیدو له کبله، د ټاکنو پایلې باطلې کړې.