1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تبت د لانجو په اړوند لومړۍ فيصلې

۱۳۸۷ اردیبهشت ۱۰, سه‌شنبه

پيکنگ: د تبت په مرکز لاهزا کې يوې محکمې د مارچ د مياشتې د خونړيو انجو په اړوند لومړۍ پرېکړې کړيدي.

https://p.dw.com/p/DqW3
د تبت په مرکز لاهزا کې يوه محکمه
د تبت په مرکز لاهزا کې يوه محکمهانځور: AP

د چين د خبري آژانس سين هوا له قوله ١٧ تنه له ٣ کالونو څخه نيولې بيا تر عمري بند پورې په سزا محکوم شويدي. محکمې خپلې پرېکړې په آزاد ډول سره کړې.
د چين حکومت په تبت کې د رامنځ ته شوو کشالو مسئوليت، د هغه ځای پر مذهبي مشر ديلايلاما او ورسره په بهرکې اوسېدونکو پلويانو وراچوي. د مارچ د مياشتې په اخ وډب کې په رسمي توگه سره د ١٨ کسانو وژل کېدنه تائيد شوې، خو د بشري حقونو څارونکې ډلې بيا دا شمېر تر ١٠٠ تنو هم زيات بولي.