1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تبت روحاني مشر داليلاما استعفأنه ورکوي

۱۳۸۷ آذر ۴, دوشنبه

په هند کي د جلاوطنه تبتيانو فوق العاده کنفرانس ،چه شپږ ورځي يې دوام درلودۍ، پرون پای ته ورسيدۍ ...

https://p.dw.com/p/G0rh
جلاوطنه تبتيان په کنفرانس کي د خپل روحاني مشر داليلاما د راتلوانتظار کوي
جلاوطنه تبتيان په کنفرانس کي د خپل روحاني مشر داليلاما د راتلوانتظار کويانځور: AP

په دغه کنفرانس کښي داليلاما وکولای سول چه لږ ترلږه د جلاوطنه تبتيانو يو تشويش راکم کي ، او هغه آوازې چه ګواکي دی به ژر استعفأ ورکي ، د هندوستان د شمال په دارم سلاء کي پدې جمله سره پای ته ورسولې ،چه «دا زما اخلاقي وظيفه ده ، چه تر مرګه پوري به د تبت دپاره وجنګيږم . »

ناظرينو ګمان کاوه چه داليلاما د جلاوطنه تبتيانو دغه کنفرانس ځکه رادعوت کۍ، چه د خپل ځان څخه سياسي مسؤليت راکم، او د نورو سره يې تقسيم کي .

دا پداسي حال کي چه ده رسماً په دارم سلاء کښي د جلاوطنه حکومت غړيتوب هم نه درلودۍ .خو بيا هم د جلاوطنه تبتيانو فوق العاده غونډي فيصله وکړه چه خپل روحاني مشر او دده د چين په مقابل کي معتدل سياست څخه ملاتړ وکي .

دغونډي يوه برخه لرونکي وويل :«د داليلاما په مقابل کي د احترام او تسليمۍ له کبله اکثره تبتيانو دده د وسطي لاري څخه حمايه کړه . خو ټول پر وسطي لار عقيده نلري ، چه که څه هم دده څخه ملاتړ کوي . »

وسطي لار دا معنی لري ،چه د تبت استقلال ممکن ندی ، اودچين په مقابل کي خو بيخي نه . ځکه نو موږ د چين په دولتي حاکميت کښي د ډيري خودمختارۍ د اخيستلو دپاره کوښښ کوو .

داليلاما
داليلاماانځور: AP

په کنفرانس کي تر ټولو دمخه ځوان جلاوطنه تبتيان سوله ايزي لاري ته تيار نه وه ،او د بلي لاري غوښتنه يې کوله . يوه استازي وويل : «تراوسه پوري موږ د جوړجاړي سياست پر مخ بيولی دی . موږ بايد د چين په مقابل کي دتعرضی سياست څخه کار واخلو . »

د کنفرانس بل غړي داسي وويل :«يو څه بايد تغير وخوري .موږ د 30 کلو راهيسي دغه سياست پر مخ بيايو ، او هيڅ شی تغير ندی خوړلی . »

پخپله داليلاما هم د غونډي په شروع کي ددې څخه مايوسي ښکاره کړه ، چي معتدلي لاري څه پلاس ندي ورکړي . اواوس هم ده اعلام وکۍ چه د چين د حکومت په مقابل کي يې اعتماد دلاسه ورکړی دی .خو سره له هغه ده وويل چه يوه ورځ به موږ خپل هیواد ته بيرته ولاړ سو .

او داهم په داسي حال کي چه ده نيمه پيړۍ عمرد هندوستان د شمال په دارم سلاء کي په جلاوطنۍ کي تير کړی دی .خو ددې آوازو په ردولو سره چه ګواکي دی استعفأ ورکوي ، معلوميږي چه ده د وطن د تلو هيله مندي د لاسه نده رکړې .