1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تبت موضوع د بين المللي حقوقوپه چوکاټ کښي

۱۳۸۷ اسفند ۲۰, سه‌شنبه

د چين حکومت تبت د خپلې خاورې نه بېلېدونکې برخه بولي . کله چې څوک بل څه وايي، نو د چينايي مطبوعاتو لخوا تر سختو نيوکو لاندې راځي ...

https://p.dw.com/p/H99r
د تبت د خودمختارۍ دپاره په نيپال کښي د ډوډۍ نه خوړلو اعتصاب
د تبت د خودمختارۍ دپاره په نيپال کښي د ډوډۍ نه خوړلو اعتصابانځور: picture-alliance/ dpa

هغه چينايان چې بل څه وايي، غمازان او بېلتون غوښتونکي بلل کيږي او پر خارجيانو باندې بيا دا تور لگول کيږي چې هغوی د چين پر ضد دي او د چين په کورنيو چارو کې مداخله کوي . دا چې چين دملګرو ملتود امنيت د شورا دايمي غړی دی، نو د تبت مساله د ملگرو ملتونو لخوا په حقوقي لحاظ هم تر څېړنې لاندې نه نيول کيږي . چين په تبت کې خپل حاکميت د تاريخي پس منظر له امله روا بولي . دغه واکمني د چين په اند د يوه مغل لخوا د تبت پر فتحه کولو او سوبې شروع کيږي . د دغه مغل واکمن نوم چنگيز خان دی . دده سرتېرو تبت تقريبا اته سوه کاله مخکې ونيوۍ . خو مغلو نورې فتحې او سوبې هم وکړې، عين تر پولنډ او هنده پوري . چين د مغلو د امپراتورۍ يوه کوچنۍ برخه وه، خو بيا هم د مغلو واکمني د چينايي تاريخ پوهانو لخوا د يوان سلسلې په توگه د چين د تاريخ جزء بلل کيږي . له تبت سره علاقه او لېوالتيا د اصلي چينايي مينگ سلسلې په شروع کېدو سره حتی کمه او پنځه سوه کاله وروسته بېرته راژوندۍ شوه : په 18 پېړۍ کې د مانجو قوم کينگ نومې پاچاهي جوړه او تبت د دغې واکمنۍ او ولکې يوه برخه شوه. خو په هامبورگ کې د ختيځ پېژندنې کارپوه اوسکار وېگل وايي چې د کينگ سلسله هم دپرديواو غير چينايي واکمنانو له طرفه جوړه شوې وه:

«زه پر دې ټينگار کوم چې مغل او د کينگ پاچاهان چينايان نه وه، بلکه خارجي واکداران وو. د چين په تاريخ کې هم همداسې ويل کيږي. »

د مانجو قوم د کينگ سلسله په 1911 م کال کې راوپرځول شوه . د هغه مهال ديارلسم دلای لاما ددغې موقع څخه په استفادې سره په 1913 کال کې د تبت خپلواکي اعلان کړه . تر 1950 کاله پورې تبت د يو خپلواک هېواد په حيث وجود درلود. د بين الدول حقوقو کارپوه ايکرت کلاين چې د پوتسدام پوهنتون د بشر د حقوقو په مرکز پورې اړه لري، وايي چې اصلي ټکی همدغه دی . هغه زياتوي چې:

«هغوي له دې نقطې څخه خپلواکي يوازې د بين الدول حقوقو د لارې بايلولی سوای . لکه په خپله خوښه له چين سره يو ځاي کېدل چې دا خبره ورپورې صدق نه کوي . خوداراديت دا معنا لري چې سړی د خپل سياسي حالت په اړه په خپله خوښه پرېکړه کولای شي.«

دا چې تاريخي استدلال کمزوری دی، نو چينايي تبليغات د تبت پخواني تيارهء اړخونه راپه گوته کوي او وايي چې د چين اولسي پوځ تبت له فيودالي سيستم څخه ژغورلی دی . ديتر شوو چې په بن کې د تيبتولوژۍ متقاعد پروفيسر دی، دغه استدلال نه مني:

«دا خبره نه سو ردولی چې تبت په منځنيو پېړيو کې ښکېل يو هېواد و. سمه ده. او خلک په عام ډول په قمچينو وهل او يا شکنجه مثلأد اوس وخت سره هيڅ مطابقت نه لري . خو په چين کې هم پخوا همداسې وه . په دې دليل سره کېدای سوای چې د بوتان په نامه هېواد هم د چينايانو لخوا نيول سوی وای، او يا نور هېوادونه لکه مثلأ افغانستان . خو دغه خبره چا ته د بل هېواد د نيولو اجازه نه ورکوي . په تېره بيا په اوس وخت کې چې مرکزي آسيا د منځنيو پېړيو او نوي عصر تر منځ ښکېله ده . »

خو د بين امللي حقوقو د لحاظه خبره بل ډول ده : چين به خپل ځان په تبت کښی د هر څه مسؤل بولي . مګر چين د بين امللي حقوقوپه چوکاټ کښی مکلف دی ،چه د بشر دحقوقو معيارونه هم په نظر کي ونيسي ،او هغه په تبت کښی هم عملي کي . او که يو وخت د خارج څخه پدې برخه کښی پر چين باندي انتقاد کيږي ،پيکينګ نسي کولی هغه په دې پلمه چه دا د چين په داخلي چارو کي مداخله ده ،رد کړي او هغه ته غوږ ونه نيسي .

هاين ماتياس/صابر

کتونکی : محمدقاسم نوري