1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترمپ استازی تر افغانستان وروسته، پاکستان ته ورسید

۱۳۹۶ فروردین ۲۸, دوشنبه

د ترمپ د ملي امنیت سلاکار تر افغانستان وروسته، پاکستان ته رسیدلی او د دې هیواد له چارواکو سره یې لیدلي دي. دا پاکستان ته د ترمپ د ادارې د یوه لوړپوړي چارواکي لومړی سفر دی.

https://p.dw.com/p/2bLNz
Afghanistan US Sicherheitsberater McMaster ARCHIV
انځور: Reuters/Lamarque

د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جنرال مکماستر، د دوشنبې په ورځ اسلام آباد ته ورسید. هغه تر دې مخکې له افغان چارواکو سره د طالبانو، اسلامي دولت او نورو ډلو پر ضد مبارزې په اړه خبرې کړې وې.

د مکماستر تر سفر مخکې، امریکایي ځواکونو په افغانستان کې د اسلامي دولت پر یوه مرکز باندې خپل تر ټولو لوی غیرې اتومي بم کارولی وو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې اسلام آباد په افغانستان کې د سولې او اشتي بهیر له پاره کار  کولو ته ژمن دی. وزارت زیاته کړې ده چې چارواکو د پاکستان او افغانستان تر منځ د پولې د امنیت د ټینګولو په اړه خبرې کړې دي.

جنرال مکماستر د پاکستان له لومړي وزیر نواز شریف، او نورو چارواکو سره لیدلي دي.