1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترمپ د ملي امنیت سلا کار په اړه څیړنې

۱۳۹۵ بهمن ۴, دوشنبه

د ولسمشر دونالد ترمپ د ملي امنیت مشاور د امریکا متحدو ایالاتو تر استخباراتي څېړنو لاندي دی. د والستریت ژورنال ورځپاڼې ویلي دي چې دغه کس له روسي چارواکو سره د اړیکه لرلو په تور تر څیړنو لاندي دی.

https://p.dw.com/p/2WF80
USA General Michael Flynn
انځور: picture alliance/dpa/M. Reynolds

والستریت ژورنال د یکشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د ملي امنیت مشاور جنرال مایکل فلن، اوس له روسي چارواکو سره د اړیکې په سبب تر استخباراتي څېړنو لاندي دی.

لا تر اوسه پورې د څیړنې پایلې او یا دا چې هغه اوس هم جریان لري او که نه روښانه نه دي. خو مایل فلن، د سپینې ماڼۍ د هغو لوړپوړو چارواکو په ډله کې وو چې د یکشنبې په ورځ یې د لوړې مراسم ترسره کړل.

د فلن په اړه هغه وخت پوښتنې رامنځ ته شوې چې هغه له روسي ټلویزیون «Russia Today» څخه پیسې ترلاسه کړې او بیا له ولادیمیر پوتین سره پر یوه مېز راڅرګند شو.

په رپوټونو کې دا هم راغلي دي چې فلن په امریکا متحدو ایالاتو کې د روسیې له سفیر سره تر هغه یوه ورځ مخکمې چې بارک اوباما د روسیې پر ضد په اقداماتو لاس پورې کړ، څو وارې اړیکه نیولې ده.

د ولسمشر دونالد ترمپ ویاند شین سپایسر، ویلي دي چې فیلن په واشنګټن کې د روسیې استازي ته یوازې د کریسمس او نوي کال مبارکي ویلي ده. که څه هم د ملي امنیت مشاور په کابېنه کې کوم رسمي دنده نه لري، خو ولسمشر ته ډیر نزدي کس بلل کیږي او د ولسمشر پر پریکړو باندي اغیزه لري.

فلین تر دې مخکې په افغانستان او عراق کې دنده ترسره کړې ده او پخوا یې داسې خبري کړې وې چې د منتقدینو په خبره «د اسلام پر ضد» بلل کیدای شي.

دا په داسې حال کې ده چې دغه امریکایي پوځي بیا د چین او روسیې پر وړاندې یو څه نرم موقف لري.

نور مطالب: