1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترمپ پر ضد د دعوا عريضه

۱۳۹۵ دی ۲۹, چهارشنبه

له هغو مېرمنو څخه چې پر دونالد ترمپ یې د ځورونو ادعا کړې وه، یوې یې اوس د امريکا د راتلونکي ولسمشر پر ضد د تهمت، دعوا کړې ده. هغې ادعا کړې ده چې په یوه هوټل کې په جنسي توگه ځورول شوې ده.

https://p.dw.com/p/2Vxq9
USA PK Summer Zervos
انځور: Reuters/M. Blake

د سمر زیرووس (په پورتني انځور کې چې لیدل کیږي) مدافع وکیلې گلوریا الرېد، په لاس ایجنسل کې یوه مطبوعاتي کنفرانس ته وویل چې موکله یې د ترمپ «د ناغوښتې نزدیوالي» قرباني گرځیدلې ده. دغه څرگندوني یوازي درې ورځې مخکې له هغې شوي دي چې ترمپ به د امريکا د ۴۵ ولسمشر په توگه لوړه وکړي.

ترمپ پخوا دغه ادعاوې رد کړي وې او ویلي یې ول چې «هیڅکله یې زیرووس په هوټل کې خپلي خونې ته نه ده رابللې.» ترمپ زیاته کړې وه چې دغه «پیښه هیڅکله نه ده رامنځ ته شوې.»

۴۲ کلنې زیرووس ویلي دي، چې شا او خوا دوې میاشتي وړاندي یې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې له ترمپ څخه غوښتي وو چې خپلې دغه ادعاوې بیرته واخلي. د زیرووس په خبره دا چې ترمپ دغه کار و نه کړ، نو له دې پرته ورته د خپل حثییت د بیرته اعاده کولو له پاره بله لاره نه ده پاته.

خو دغه میرمنې ویلي دي چې «د اقتصادي جبران پرته دې ته چمتو ده چې په سملاسي توگه له خپله دعوا تیره شي، که چیري هغه (ترمپ) خپلې څرگندوني بېرته واخلي.» د دغه دعوا سره د «د احساساتي زیان او اقتصادي تاوان» اوښتو له کبله د بې ساري تاوان ادا کولو غوښتنې هم تړلې ده.

زیرووس د «دي آپرینټس» نومې یوې تلویزوني خپرونې پخوانۍ کاندیده وه. هغې د ترمپ تر کاندیدو د مخه پر هغه باندي تور لگولی وو چې په ۲۰۰۷م کال کې یې په یوه هوټل کې په جنسي توگه زورولې وه. د هغې د ادعا له مخې دغه ملاقات یې له ترمپ سره په اصل کې د یوې دندې د تر لاسه کولو له پاره وو، چې په وینا یې د دې ارادې پرته ترمپ پر هغې لاس تیر کړی دی.

همداشان هغې ادعا کړې ده چې د د دې ارادې پرته ترمپ ښکل کړې هم ده. ترمپ دغه ادعاوې او د یو شمیر نورو ښځو له لورې دې ته ورته څرگندونې د «درواغو» په توگه رد کړې وې.

دغو ښځو د تیر کال په اکتوبر میاشت کې په عامه محضر کې د ترمپ پر ضد دغه ډول څرگندونې وکړې.

نور مطالب: