1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترهګرۍ سره په مبارزه کي د استخباراتو د رول په اړه د م م رپوټ

۱۳۸۷ اسفند ۲۳, جمعه

د ملګرو ملتونو«دترهګرۍ سره په مبارزه کي د بشري حقونو د مراعات او ساتلو» رپوټ ورکوونکی دې پايلي ته رسيدلی دی، چي ډير هيوادونه د استخباراتي سازمانونو د لاري د ترهګرۍ سره په مبارزه کي د بشري حقونو پرخلاف عمل کوي...

https://p.dw.com/p/HBOt
د نړۍ په ډيرو هيوادونو کي بنديان سخت شکنجه کيږي
د نړۍ په ډيرو هيوادونو کي بنديان سخت شکنجه کيږيانځور: dpa

د ملګرو ملتونو«دترهګرۍ سره په مبارزه کي د بشري حقونو د مراعات او ساتلو» ځانګړﺉ رپوټ ورکوونکی مارتين شاينين د مارچ د مياشتې په لسمه نيټه په ژنيو کي د 2008 کال رپوټ وړاندې کړ.

له فنلند څخه د نړيوالو حقونو پروفيسور په خپل رپوټ کي په نامه سره په چين، روسيې، پاکستان، الجزاير او مراکش باندي نيوکي کړيدی. د لويديځ تر ديموکراسۍ لاندي د آلمان، بريتانيې او د اروپايي ټولني دنورو هيوادونو تر څنګ، تر ټولو مخکي د امريکا متحد ايالتونه، د2001 کال څخه د بوش د ادارې د عملي کړنو له امله ګواښل شويدی.

مارتين شاينين Martin Scheinin دې ته ځير دئ، چي آيا حکومتونه له تروريزم سره د مبارزې په صورت کي بشري حقونه مراعاتوي او که نه. د نړيوالو حقونو پروفيسور 54 کلن فنلنډی، له 2005 ميلادي کال راپديخوا د ملگرو ملتونو د ځانگړي رپوټ ورکوونکي په توگه د دې کار مسئول دئ.

د ترهګرۍ پر ضد دا مبارزه او حتی جگړه، د 2001 کال د سپتمبر د مياشتې د 11 ورځي له گوزارونو وروسته، د ملگرو ملتونو څه ناڅه ټولو 192 غړو هيوادونو منلې ده. او ځکه نو Scheinin له غړو حکومتونو سره يو لړ لانجې لري - چي تر نورو 23 ځانگړو رپوټچيانو څخه په وار وار ډيري دي. هغوی يا د بشري حقونو يوې ټاکلي موضوع ته گمارل شوي - مثلاً د خوراکي توکو، زده کړې يا د ديني آزادۍ حق ته -، او يا په ټاکلو هېوادونو کي د بشري حقونو د څرنگوالي څارنه کوي، د بېلگي په توگه په سوډان يا کانگو کي.

شاينين د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کي څرګنده کړه چي دده رپوټ د ملګرو ملتونو لومړنی سند دی، چي له ترهګرۍ سره په مبارزه کي د استخباراتو پر رول نيوکه کوی.

« دغه رپوټ د لومړي ځل له پاره د استخباراتو د يوې حساسي او ستونزمني برخي پر کار څرخي. خو دا يوه ډيره اهمه موضوع ده. ځکه استخبارات له ترهګرۍ سره د مبارزې د ټولو ډولونو پر ستره برخه کار کوي.»

د ګوانتنامو زندان يوه برخه
د ګوانتنامو زندان يوه برخهانځور: AP

کله چې Scheinin د 2005 ميلادي کال په مني کي خپله دنده پيل کړه، نو دا خيال ورسره نه وو، چې څومره غټ کار ورته پرغاړه ورکول کيږي.

«زما دنده هم د هېوادونو په اړوند او هم د موضوعگانو په اړوند ځانگړيتوبونه لري. د هيوادونو په اوړند له غړو هيوادونو څخه ليدنه غواړي. هلته بايد د دې جاج واخلم، چې آيا له ترهگرۍ سره د دوی د مبارزي اصول د بشري حقونو له معيارونو سره سر خوري او که نه.»

دې ځانگړي رپوټچي د 2007 ميلادي کال په پيل کې د خپل لومړي رپوټ د پاره، په 35 هېوادونو کې د ترهگرۍ ضد تدبيرونه وڅېړل. شاينين يوه مرکزي ستونزه ومونده او هغه دا چې: د ترهگرۍ تر شک لاندې کسان په ډېرو هېوادونو کې په قانوني ډول سره نه محاکمه کيږي.

«کله چې د ترهگرۍ په تور شکمنو کسانو ته له يوې قانوني محاکمې څخه انکار کيږي، نو کېدای شي دا کار د دې سبب شي، چې دا کسان، خپلوان يې او يا ملگري يې په رښتينو ترهگرانو بدل شي.»

Scheinin په 2006 ميلادي کال کې له امريکې څخه تر خپلې لومړۍ کتنې وروسته د گوانتانامو په جېل کې له بنديانو سره په غيرقانوني چال چلند نيوکې وکړې. د هغه په خاطر د بوش د ادارې لخوا تر سختو گذارونو لاندې هم ونيول شو. خو د ملگرو ملتونو دې ځانگړي رپوټ ورکوونکي پروا پرې رانه وړه او د تېر نوامبر په مياشت کې يې د امريکې د ولسمشريزه ټاکنو له پيل نه وړاندې، د واشنگټن له راتلونکې حکومت څخه خپلې غوښتنې طرح کړې.

«زه په ښکاره ډول سره غواړم، چې د امريکې راتلونکی حکومت بايد سمدلاسه د گوانتانامو د جېل د بندولو پلان اعلان کړي.»

د ملگرو ملتونو د دې ځانگړي رپوټ ورکوونکي دا هيله او غوښتنه د امريکې نوي مشر اوباما پرځای کړه، مگر دوې نورې غوښتنې،« بې گناه ثابت شوي بنديان د آزاد کړل شي او تر سخت شک لاندې کسان دې د امريکا په ملکي محاکمو کې محاکمه کړل شي» ونه منل شوې.

Zumach / سهيلا حصرت نظيمي

کتونکی. زيارمل