د ترهګرۍ پر ضد د آلمان او ترکیې همکاري
۱۳۹۱ اسفند ۵, شنبه
د آلمان په امنیتي کړیو کې دا خبره کیږي چې د ترهگرو ډلو له لوري د دغه هیواد او ترکیې عامه امنیت ته یو شان خطر متوجه دی. د امنیتي چارو کارپوهان پر دې خبره ټینگار کوي چې دواړه هیوادونه له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې ورته لیوالتیا لري او له دې امله «په امنیتي برخه کې د ښو اړیکو» رامنځته کول غواړي.
آلماني د امنیتي کارپوهان وایي چې هغه نړیوال مخفي سازمانونه چې له یوې ملي اجندا سره د ترکیې پر ضد په آلمان کې فعالیت کوي، د «نه زغملو وړ» دي.
هغوی دا خبره مني چې په آلمان کې باید د «بهرنيو جنایي او ترهگرو عناصرو» د فعالیتونو مخه ونیوله شي. خو د ترهګرۍ په هکله د آلمان او د ترکیی د قضایي ارګانونو حقوقي پوهاوي سره ډیر زیات توپیر لري. د همدې توپیر له امله ډیر لږ وخت داسي شوي دي چې آلمان د ترکیی چارواکو په غوښتنه په ترهګرۍ یا جنایي جرمنو تورن کسان ترکیې ته وسپارلي وي.
اردوغان آلمان په نیمګړتیاو تورنوی
د ترکیې صدراعظم رجب طیب اردوغان، د فبروري د میاشتې په لومړۍ نیټه په انقره کې د متحده ایالاتو پر سفارت باندې تر ځانمرگي برید وروسته آلمان «د ترهگرۍ پر ضد مبارزه کې په نیمګړتیا» تورن کړ.
د دغه برید پړه پر کیڼ اړخه افراطي ډلې (DHKP-C) اچول کیږي چې په کې پخپله برید کوونکی او یو څارونکی سرتیری ووژل شو. پر دې سربیره اردوغان د جنوري د میاشتې په لسمه نیټه په پاریس کې یو کردي ګوند چې PKK یا د «کردستان کارگر گوند» نومیږي د دریو ښځینه فعالینو د وژل کیدو له امله انتقاد کړی دی. د دغو دریو میرمنو له ډلې څخه یوه یې په ۲۰۰۷ کال کې په آلمان کې نیول شوې وه. که څه هم هغه وخت ترکیې د دغې میرمنې د تسلیمیدو غوښتنې کړې وي خو بیا هغه آزاده شوې وه. اردوغان په خپلی وینا کی د آلمانی چاروکو چلند ته په اشاره کولو سره وویل: «دغه ډول بې پروایي د اوږدې مودې له پاره د زغملو وړ نه ده.»
آلماني امنیتي کارپوهان وایي چې ډیر وخت ځکه د ترکیې په غوښتنه دې هیواد ته تورن کسان نه سپارل کیږي چې د دغه هیواد چارواکي د هغوی د جرمونو په د کره اسنادو او شواهدو په وړاندې کولو کې پاتې راځي. د آلمان قضایي ارگانونه وایي ډیر وخت وړاندې شوي اسناد او شواهد «ضعیفه» وي. آلماني امنیتي کارپوهان وایي چې آلمان نه شی کولای چې یوازې د انقرې په وچه غوښتنه، یو څوک هغوی ته وسپاری او یا یې له آلمان څخه وباسي. هغوی یادونه کوې چې دا ځکه چې د آلمان محکمې په ترکیه کې د بشري حقونو وضعیت د «قناعت وړ» نه بولي.
د ستونزو سرچینه په ترکیې کې ده
د PKK د ډلی غړي چې په آلمان او نور اروپايي هیوادونو کې د ترهگرې ډلی په توګه پیژندل شوي. د نورو تر څنگ د ترکیې پر ضد په مبارزه کې د دغه شان ډلو له لوري د مالي سرچینو په څیر د نشه یي توکو کاروبار په هکله د ترکیې د امنیتي چارواکو معلومات د محتوا له لحاظه په سختۍ سره د پوهیدو وړ دي. نو له دې امله په دې برخه کې د آلمان د امنیتي کړیو له پاره په دې برخه کې څیړنې یو ستونزمن کار دی.