1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د ترهګرۍ پر ضد مبارزه د مسلمانانو دنده ده»

عبدالباري حکیم۱۳۹۵ اردیبهشت ۳, جمعه

په قزاقستان کې د «Eurasien Media Forum» په ۱۳ ام کنفرانس کې د نړۍ مشهورو سیاستوالو او کارپوهانو په مسلمانانو غږ وکړ چې دوی دې تر نورو زیات د تروریزم پرضد خپل غږ پورته کړي. د کارپوه گوینتر کنابه سره مرکه دلته لوستلای سئ:

https://p.dw.com/p/1Ib08
د قزاقستان په پلازمینه آستانه کې د میدیا فورم ۱۳ مه غونډه
د قزاقستان په پلازمینه آستانه کې د میدیا فورم ۱۳ مه غونډهانځور: Eurasian Media Forum 2016

د نړۍ یو شمیر مشهورو سیاستوالو او کار پوهانو د نړۍ پر ستونزمنو مسایلو لکه تروریزم، د منځني ختیځ کړکیچ، د تیلو د بیعو راټیټیدل ، اقتصادي کړکیچ او دغه راز تر ټولو مهم، د کډوالو پر ستونزو د قزاقستان په پلازمینه آستانه کې د «ایرواسین میدیا فورم» په سږنې کنفرانس په درې ورځنې کنفرانس خبرې وکړي.

په دغه کنفرانس کې چې د چهار شنبه په ورځ پرانیستل شوو او نن جمعه (د ۲۰۱۶ کال د اپریل ۲۲) پای ته ورسید د افغانستان پخواني ولسمشر، حامد کری هم گډون درلود. د کنفرانس په پرانیستي غوڼده کې کرزي وویل چې نړۍ تر هر څه زیات «تروریزم» اغیزمنه کړې ده. کرزي وویل: «البته تروریزم یواځې د ټولنیزو شرایطو یا دین محصول نه دی»، د هغه په نظر افراطیت او تروریزم د ځینو هیوادونو د «پالیسو او په تنگ نظره توگه د ملي گټو د تعریف نتیجه ده.»

د اروپا - آسیا د میدیا فورم په دې کنفرانس کې د مسلمانو هیوادونو په چارو کې کارپوه، گوینتر کنابه چې پخوا د دویچه ویله د آسیا د څانگه رئیس هم ؤ گډون درلود. هغه له دویچه ویله سره په مرکه کې د دغه کنفرانس بحثونه وڅیړل:

دویچه ویله: ښاغلی کنابه!

د تروریزم پرضد مبارزه د «Eurasien Media Forim» د سږنی کنفرانس د بحث یوه مهمه موضوع وه. آیا کارپوهانو د لارې کومه نقشه وړاندې کړه چې څرنگه پر تروریزم لاس برتوب موندل کیدای شي؟

کنابه: ټول برخه وال چې په دی کنفرانس کې د تروریزم او افراطیت په هکله خبرې وکړې، په دې هکله همنظره ؤ چې په اوسني وخت کې تروریزم او افراطیت هم په اروپايي او هم په آسیايي هیوادونو کې تر ټول ستر گواښونه دي. ټول سره موافق ؤ چې د تروریزم پرضد باید په گډه عمل وشي. تر ټولو مهمه دا چې: دا خطر موجود دی چې نوي ځوانان د تروریستی تبلیغاتو تر اغیزې لاندی راشی. د ښوونې او روزنې او پوهاوي له لارې هغوی باید له دې خطر څخه وساتل شی.

آسیاِيي چارو کارپوه گوینتر کنابه
د آسیاِيي چارو کارپوه گوینتر کنابه

د اسلام تر نامه لاندې تروریزم او افراطیت سره باید مسلمانان خپله مقابله وکړي، ځکه دغه ډول تروریزم او افراطیت د اسلام له دین سره نه جوړیږي. دا په حقیقت کې د ټولو مسلمانانو دنده ده. خو ټول په دی نظر ؤ چې هم په اروپا او هم په آسیا کې د دی پدیدې پرضد باید مبارزه وشي. په کنفرانس کې استدال دا ؤ: دا صحیح نه ده چې یواځې غربت د تروریزم لامل وگڼل شي، بلکه وویل شول چې افراطیت او تروریزم یوه ایدلوژیکې او تاریخی پدیده ده چې سړی باید له معنوی لحاظه د هغو پرضد مبارزه وکړي.

دویچه ویله: د افغانستان خلک له کلونو را په دی خوا د جگړو په اور کې سویږې، خلک له سولې ناامیده شوي، په دې کنفرانس کې د افغانستان پر موضوع څه ډول بحث وشوو؟

کنابه: افغانستان د دې کنفرانس یوه ډيره مهمه موضوع وه چې پر هر بحث کی به عنوان شوو. یو دلیل دا ؤ چې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په دې کنفرانس کې حضور درلود. هغه په اصطلاح د دی کنفرانس «غټ ستوری» ؤ. ډیرو خلکو لیوالتیا درلوده چې د هغه له خولې پوه شي چې وضعیت په افغانستان کې څه ډول دی، ټول اندیښنه لري. په خاصه توگه د افغانستان گاونډي هیوادونه. غټه پوښټنه دا وه چې څرنگه کیدای شي سوله افغانستان ته راوړله شي؟ خو هیچا یوه ښکاره ځواب نه درلود. یواځې هیله څرگنده شوه چې افغانان وکړای شي په خپل هیواد کې خپله سوله راوړي. داچې څرنگه افغانستان کې ثبات رامنځ ته کړای شي، په دی هکله هم چا ونه شو کړای چې قانع کونکی ځواب ورکړي. حتی خپله حامد کرزي هم پر دې ټینگار درلود چې افغانان باید خپله په خپل هیواد کې امن ټینگ کړي.

دویچه ویله: وروسته له دوهمی نړیوالی جگړی نړیوالی ټولنه د کډوالو له یوې سختې ستونزې سره مخامخه ده آیا دا موضوع هم په دی کنفرانس کې مطرح شوه او د حل کومه لاره وړاندی شوه؟

کنابه: نه! د حل کومه لاره پیشنهاد نه شوه. خو د مهاجرو پر موضوع چې اوس له سوریې، عراق او افغانستان څخه د هغوی یو ستر بهیر د اروپا په لور روان دی، بحثونه وشول او دا یوه دیره مهمه دنده وگڼله شوه چې څرنگه د حل لاره پیدا شي. ډيرهیوادونه تعجب کوي چې آلمان، په خاصه توگه د صدراعظمی انگلا مرکل تر مشری لاندې، په اوسني وخت کې دومره زیات مهاجرو ته ځای ورکړی دی.

له بلی خوا ډيرو شک څرگند کړ چی آیا دا ستونزه به سړی حل کړای شي که نه. خو په کنفرانس کې ډيرو دا باور درلود چې آلمان کولای شي د مهاجرو له ستونزی سره لاس او پنجه نرمه کړي. دا هم وویل شول چې د آلمان ستروالي او اقتصادی توان ته په کتو سره ، د دې هیواد لپاره دومره سخته نه ده چې د کډوالو لانجه حل نه شی کړاي. دا هم وویل شول چې د مهاجرو ستونزه یواځې د نن ورځي ستونزه نه، بلکه دا د نسلونو ستونزه ده چې ورسره به لاس او گریوان وی.

دویچه ویله: قزاقستان د دې کنفرانس کوربه او دا هیواد د تیلو یوستر تولیدونکی دی. خو تیلو بیعه ډير راټیته شوې، په دی کنفرانس کې پر دې موضوع څه ډول بحث وشوو؟

کنابه: اوسنی اقتصادي کړکیچ، خصوصا چې د تیلو د بیعو د رالویدو سره راپیدا شوی، د دی کنفرانس یوه بله ډيره مهمه موضوع وه. دا ومنل شوه، که چیری دا وضعیت دوام پیدا کړی، نو هم د تیلو صادرونکي او هم واردونکي هیوادونه د هغو ناوړه عواقبو ته باید انتظار وباسي.

دا یوه گډه ستونزه ده چې باید په گډه د هغې مقابله وشي. خو په دې هکله ډيره زیاته بدبیني هم نه وه، ځکه له دې مخکی هم داسی کړکیچونه رامنځ ته شوي ؤ، چی په اوږده موده کې پرې لاس برتوب موندل شوی دی. خو په عین وخت کې د دې ستونزې سیاسي اغیزو ته هم اشاره وشوه، د بیلگې په توگه سعودی عربستان او ایران ته. د تیلو دغه دوه تولیدونکي هیوادونه په دې اړه یو تر بله مخالف دریځونه لري. خو په ټولیزه توگه په کنفرانس کې هیله څرگنده شوه چې دغه کړکیچ په اږده موده کې د حل وړ دی.

دویچه ویله: د ایرواسین د میدیا د فورم د سږنی کنفرانس پیغام، ستاسو په نظر، نړې ته څه ؤ؟

کنابه: ټول په دې هکله سره همنظر ؤ چې په اوسني وخت کې ټوله نړۍ، په خاصه توگه اروپا، خو آسیا او امریکا متحده ایالات هم په یو کړکیچن وخت کې قرار لري، او دا د دې غوښتنه کوي چې ټول یو بل ته لاس ورکړي او دا کړکیچ په گډه سره حل کړي. په کنفرانس کې په خاصه توگه دا غږ اوچت شوو چې سړی باید یو بل سره وغږیږي چې څرنگه روانو ستونزو چې مونږ ټولو پورې اړه نیسی ، لاس برتوب وموندل شي.

گوینتر کنابه چې پخوا د دویچه ویله د آسیا د څانگی رئیس هم ؤ، د آسیايی هیوادونو په چارو کې کارپوه دی.