1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترهگرو په لست کې د حقانې د شبکې د شاملولو په اړه غور کیږي

۱۳۹۱ مرداد ۲۵, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/15pld

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د حقاني د شبکې په اړه د اندیښنې په څرگندولو سره ویلي دي چې دوی په دې اړه فکر کوي چې دغه ډله د ترهگرو ډلو په لست کې شامله کړي او که نه. د متحده ایالاتو د ولسمشر بارک اوباما ادارې له پاکستان څخه څو وارې غوښتي دي چې د نوموړې ډلې پر وړاندې عمل وکړي.

د امریکا سنا تیره میاشت یو پریکړه لیک تصویب کړ چې د هغې په ترڅ کې باید هیلرې کلنټن، سنا ته د نوموړې ډلې په هکله راپور ورکړي. دغه مسوده د اوباما له خوا لاسلیک شوي او باید په یوه میاشت کې د بهرنیو چارو وزیره په دې هکله خپل راپور وړاندي کړي.

په داسې حال کې چې د اوباما ادارې لا تر مخه د حقاني د شبکې پر لوړو پوړو کسانو بندیزونه وضعه کړي دي. خو د ترهگرو په لست کې د دغې ډلې د شاملولو موضوع لا تر د بحث لاندې ده. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې خبریالانو ته تیره ورځ ویلي دي چې د ترهگرو په لست کې د حقانې د شبکې د شاملو په اړه غور او فکر روان دئ.