1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د ترهگریزو بریدونو د قربانیانو شمیر لوړ شوی»

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ خرداد ۳۰, شنبه

د امریکا متحده ایالاتو حکومت د معلوماتو له مخې په نړیواله کچه د ترهگریزو بریدونو د قربانیانو شمیر کابو دوه برابره ډیر شوی دی. زیاته شوې چې دغه ډیروالی د نوو تروریستي شبکو د حضور او القاعدې شبکې له کمزوري کیدو سره مل وو.

https://p.dw.com/p/1Fk7D
انځور: picture-alliance/AP Photo

په ۲۰۱۴م کال کې په نړیواله کچه د ترهگریزو بریدونو په ترڅ کې د وژل شوو انسانانو شمیر د تیر کال په پرتله ډیر لوړ شوی دی. د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په واشنگټن کې ویلي دي چې په تیر کال کې په ټوله کې د ۱۳۵۰۰ بریدونو په ترڅ کې ۳۲۷۰۰ انسانان وژل شوې دي.

د دغه وزارت په وینا دا د ۲۰۱۳ کال په پرتله چې۱۷۸۰۰ انسانان پکښې وژل شوې ول ۸۱ سلنه زیاتوالې ښيي. په دغه رپوټ کې وړاندی ویل شوې دي چې په ۲۰۱۴ کال کې د ټپیانو شمیر شاوخوا ۳۴ زره ۷۰۰ تنو ته رسیدلی دی.

د دغو معلوماتو پر اساس په ۲۰۱۳ کال کې ۹۷۰۰ بریدونه او په ۲۰۱۴ کال کې ۱۳۴۶۳ بریدونه ترسره شوې دي چې د یوه کال په تیریدو سره د بریدونو په شمیر کې هم ۳۵ فیصده ډیروالی راغلې دی.

په دغه کلني رپوټ کې راغلي دي چې په دې ترڅ کې ۹۵ هیوادونه ډیر اغیزمن شوې دي، په ځانگړې توگه عراق، پاکستان، افغانستان، هند او د نایجیریا هیوادونه. زیاته شوې ده چې په سوریه کې هم د مرگ ژوبلې شمیر ډیر لوړ شوی دی. دغه رپوټ کې راغلي دي چې د یرغمل نیونې یا تښتولو په پيښو کې هم د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. په ۲۰۱۴ کال کې تر ۹۴۰۰ ډیر انسانان تښتول شوې دي چې دا تر هغې د مخکې کال په پرتله درې برابره ډیروالی ښيي.

د ترهگرۍ اړوند د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په کلني رپوټ کې په عراق او سوریه کې « اسلامي دولت» نومي افراطي ډلې ته هم اشاره شوې ده. په رپوټ کې ویل شوي دي په داسې حال کې چې د القاعدې ترهگرې شبکې گواښ کم شوې دی، اسلامي دولت، افراطي ډلې خپلو لیکو ته په زرونو بهرني جنگیالي جذب کړي دي او په عراق او سوریه کې یې خپل نفوذ پراخه کړی دی.

په دغه کلني رپوټ کې ویل شوي دي چې په ۲۰۱۴ کال کې د نړۍ له ۹۰ ډیرو هیوادونو څخه شاوخوا ۱۶۰۰۰ جگړی ته چمتو تندلاري د اسلامي دولت، ډلې سره یوځای شوي دي. ویل شوي دي چې په تیرو۲۰ کلونو کې د نورو ترهگرو سازمانونو په منځ کې دغسې یو سارې نه لیدل کیږي. ویل شوي دي چې د دې کار یو علت د نوموړې افراطي ډلې له لوري له ټولنیزو شبکو څخه استفاده کول دي.

په دغه کلني رپوټ کې ویل شوي دي چې تر هر څه لومړی د القاعدې ترهگره شبکه په افغانستان او پاکستان کې زیان زغملو ته اړه شوې ده. خو د القاعدې د کوچینو څانگو د بیلیدو او په جلا ډول د هغې د خواخوږو له لوري د بریدونو خطر ته، اوس هم په نړیواله کچه د یوه گواښ په سترگه کتل کیږي.

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر