1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترور پر ضد جگړه يوازی هغه وخت بريالی کېدای شی، چی د خلکو اقتصاد او ټولنېز ژوند ښه شی!

۱۳۸۵ بهمن ۲۴, سه‌شنبه

جورج بوش غواړی په کانگرس کې لس ميليارده ډالر د افغانستان لپاره د مرستې لپاره تخصيص ورکړی. په دغو پيسو باندی به د حکومت قواوي لا پياوړي شي، کومی چې د طالبانو پر ضد په جگړه بوخت دي.

https://p.dw.com/p/DKFP
انځور: AP

سندي ټايم ليکی، په وروستيو پنځو کلونو کې کومی مرستې چې د خلکو د ژوند د ښه کولو او د افغانستان د پرمختگ لپاره ټاکل شوي وي، زياتره برخه ېي، له بده مرغه د رشوتخورو مامورينو او جنگسارانو لخوا غلا شوی دی.

اوس د امريکا کانگرس او سنات غواړی چی دا غلې پيدا کړی او په دی پوه شی، چې د دوی مرستې په يوه اسلامي هېواد کې څومره گټوري دي.