1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترټلو ضد تړون اوس هم نه عملي کيږي

۱۳۸۷ تیر ۱۰, دوشنبه

په زمبابوې کي ډير وګړي ترټل کيږي او ظالمانه چلند ورسره روان دی

https://p.dw.com/p/ETLw
په افريقا کي وګړي د خپلو حکومتو تر زورزياتي لاندي دي
په افريقا کي وګړي د خپلو حکومتو تر زورزياتي لاندي ديانځور: AP

د ملګروملتونو د ترټلو ضد تړون په نړۍ کي 145 هيوادونو منلی دی

خو اوس پوښتنه دلته ده چي آيا دغه تړون د بشري او انساني ضد بې رحمه ترټل د نړۍ څخه ورک کړي دي؟ آیا دولتونو يې دې ته مجبورکړي دی ، چي په زندانونو کي د خپلو اتباعو انساني غوښتني په پام کي ونيسي؟

د ملګروملتوو لخوا د ترټلو په اړه د يوه راپور د برابرولو لپاره اطريشی مانفريد نوواک ټاکل سوی و چي د هغه راپور پښتو لنډيز به درته وړاندي کړو.

مانفريد نوواک وايي: داسي ډیر لږ پېښ سوي چي زه يوه هيواد ته تللی يم اوهلته د ترټلو هيڅ تور نوي، لکه څه موده مخکي په ډنمارک کي. د پوليسو لخوا د وهلو کوچينۍ کوچينۍ کيسې خو هرچيري سته، خو ما د ترټلو هيڅ ډول تور ونه و نه موندل. دا په رښتيا بې مثاله ده. ډنمارک د اروپا د بشري حقونو د محکمې غوښتني واقعاً ښه پر ځای کړي دي.

خو ځني هيوادونه د ترټلو څخه د لانجو په حل کي کار اخلي.

يوه خواشينوونکې پېښه تيره اوونۍ په افريقايي هيواد زيمبابوې کي وسوه.

نوواک وايي چې، په زيمبابوې کي د اپوزيسيون حالت لا پر خرابېدو دﺉ. ما په زيمبابوې کي د ترټل سويو د بيا احيا له مرکز څخه چي تر سختو شرايطو لاندي کار کوي یو رپوټ ترلاسه کړی. په هغه کي ليدل کيږی چي د ترټل سويو شمېر په وروستيو مياشتو کي څومره لوړ تللی دی. دا پدې مانا ده چي په زیاته کچه وګړی د حاکم ګوند لخوا ترټل کيږي او ظالمانه چلند ورسره کيږی.

مانفريد نوواک د ملګروملتونو د ترټلو ضد سند د راپور برابرونکی
مانفريد نوواک د ملګروملتونو د ترټلو ضد سند د راپور برابرونکیانځور: AP

خو نوواک په اندونيزيا کي له ښکاره ښه والي څخه خبري کوي:

دا پدې مانا ده چي په اندونيزيا کي ډيموکراسي راغلې او دسويلي آسيا پدغه هيواد کي يو ډول هيله ترسترګو کيږي.

لوېديځ صنعتي هيوادونه د تروريزم له بيري په ډيرو برخو کي بشري حقونه له پامه اچوي. نوواک وايي ګوانتانامو بايد وتړل سي. دغه راز د امريکا د متحده ايالتو نور پټ زندانونه بايد له مينځه ولاړسي.

د ترټلو ضد تړون ضميمه پروتوکول چي په 2006 ميلادي کال کي په نړيواله سويه خپور سو د ترټلو د وقايې له نويو امکاناتو څخه ګڼل کیږي.

په نړيواله سطحه د ترټلو له مينځه وړل د بشري حقونو دشورا له لمړنيو دندو څخه ګڼل کيږی.

نوواک پدې نظر دی چي بايد انتظار وباسو او وګورو چي آيا لدې سره به په نړيواله سويه د بشري حقونو د تر پښو لاندي کېدو کچه راټيټه سي.