1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترکمنستان د گاز د پلورلو تړون لاسلیکیږي

۱۳۹۱ خرداد ۱, دوشنبه

د ترکمنستان په حکومت کې یوې سرچینې د رویترز خبري آژانس ته د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې دغه هیواد په پلان کې لري چې په روانې اونۍ کې د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته د ګازو د پلورلو تړون لاسلیک کړي.

https://p.dw.com/p/14zFU
انځور: picture-alliance/dpa

په ترکمنستان کې د نړۍ څلور سلنه ګاز پروت دئ. دغه هیواد په پلان کې لري چې د چهار شنبې په ورځ د ګازو په اړه په یوه نړیوال کنفرانس کې د افغانستان له لارې هندوستان او پاکستان ته د ګازو د پلورلو تړون لاسلیک کړي.

د افغانستان له لارې هندوستان او پاکستان ته د ګازو د رسولو پروژه دTAPI  په نوم هم یادیږي. د ترکمنستان یوې دولتي سرچینې د نوم د نه بربنډیډو په شرط ویلي دي چې ترکمنستان د مې د میاشتې په ۲۳مه نیټه له نوې دهلي او اسلام اباد سره د TAPI د ګازو د پلورلو او رانیولو تړون لاسلکوي. د دې چارواکي په وینا دا تړون د کسبین بحیري ته څیرمه د اوازه په نوم سیمه ګې لاسلیږي. په دې سیمه کې د ګازو په اړه یو نړیوال کنفرانس جوړیدونکی دﺉ. دې چارواکې د تړون په اړه نور جزئیات نه دي بربنډ کړي.

د TAPI د پایپلاین د غځولو پلان د لومړي ځل له پاره په ۱۹۹۰مو کلونو کې جوړ شو، خو لا تر اوسه پورې ئې هم کار نه دئ پیل شوی. خو په وروستیو کې د دې پایپلاین د غځولو د کار د پیلیدو هیلي ډیرې شوي دي. تیره اونۍ د هندوستان کابینې یوه هندي شرکت ته اجازه ورکړه چې له ترکمنستان سره د گازو یو تړون لاسلیک کړي.

د ترکمنستان چارواکو ویلي دي چې د TAPI پایپلاین به ۱۷۳۵ کیلو متره اوږدوالی ولري او هر کال به ۳۳ میلیارده مکعب متره گاز لیږدوي. د دې پایپلاین ۷۳۵ کیلومتره برخه به د افغانستان له هرات او کندهار ولایتونو څخه تیره شي چې ښایي له امنیتي لحاظه ئې غځول او ساتل یو څه ستونزمن کار وي.

اټکل شوی دئ چې د دغه پایپلاین جوړول به د ۱۰ او ۱۲ میلیاردو ډالرو په منځ کې لگښت ولري. ویل شوي دي چې دوه امریکايي کمپنۍ د دغه پایپلاین د غځولو پروژې سره لیوالتیا لري. ترکمنستان غواړي چې د TAPI له لاري روسیې ته د خپلو گازو صادرات راکم کړي او په دې ترتیب سره تر ۲۰۳۰ کال پورې خپل د گازو صادرات هر کال ۱۸۰ میلیارده مکعب مترو ته ورسوي.

د گاز اندازه او فیسونه

ترکمنستان په خپلو پلو کې گاز پلوري دا نو په دې معنی ده چې پاکستان، هندوستان او افغانستان باید پخپل منځ کې د گاز د لیږد فیسونه، د هغه اندازه او بیه وټاکي. د هندوستان دولت د مې د میاشتې په ۱۷مه نیټه په یوه بیانیه کې وویل چې د TAPI له پروژې څخه به په ۲۰۱۸ کال کې گټه پورته شي او پاکستان او هندوستان به هر یو د ورځې ۳۸ میلیونه مکعب متره گاز تر لاسه کوي. په دې ترتیب سره به افغانستان هره ورځ ۱۴ میلیونه مکعب متره گاز تر لاسه کړي.

د هندوستان د پیترولیم وزیر به د هغه پلاوي مشري وکړي چې ترکمنستان ته د دې پروژې د قرارداد د لاسلیکولو په موخه سفر کوي. هندوستان په اسیا کې د گازو دریم لوی استعمال کوونکی هیواد دئ. ویل کیږي چې د دغه هیواد د گازو مصرف به په راتلوونکو ۲۵ کلونو کې دوه برابره شي او له همدې کبله د دې هیواد کورني تولیدات به د دې هیواد مصرفونو ته کفایت و نه کړي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم