1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترکيې او سوريې د سرحدي شخړي په اړه نړيوال غبرگونونه

۱۳۹۱ مهر ۱۳, پنجشنبه

د ترکيې په يوه کلي کي د ۵ تنو تر وژلو وروسته د دغه هيواد پوځ د سوريې په خاوره کي يو شمېر هدفونه وويشتل. ناټو د ترکيې د ملاتړ اعلان کړی دئ. ديپلوماتيکو سرچينو د يوې احتمالي جگړې خبرداری ورکړی.

https://p.dw.com/p/16JXb
انځور: Reuters

د ترکيې لومړي وزير رجب طيب اردوغان د چهارشنبې په ماښام (۲۰۱۲ کال د اکتوبر۳) دا خبره تائيد کړه چي پوځ ئې د سوريې پر خاوره باندي توغندی اورولي دي. اردوغان وويل:«ترکيه به هيڅکله د خپل ملي امنيت پر وړاندي د سوريې دغه ډول پارونکي عملونه بې جوابه پرې نږدي.»

لومړي وزير زياته کړه، د سرحد په دې غاړه کي يو شمېر هدفونه چي مخکي له مخکي „د رادار په مرسته مشخص سوي ول“ په گوليو ويشتل سوي دي.

د ترکي چارواکو په خبره، د آقجاقلعه پر سيمه باندي چي له سوريې سره په سرحد کي پرته ده ۳ توغندی اورېدلي دي. دغي سيمي ته نزدې د سوريې دولتي ځواکونه له مخالفينو سره د „ تل ابيض“ سرحدي سيمي د کنترول پر سر په جنگ اخته دي.

د ترکيې د امنيتي چارواکو په خبره د سوريې له خوا د دوی پر خاوره باندي حمله پلان سوې وه.

خو سوريه د ترکيې پر خاوره باندي د توغنديو توغول نه مني او ويلي ئې دي، چي په دې اړه به څېړني وکړي. د سوريې رسمي سرچينو په پيښه کي د قربانيانو کورنيو ته تسليت ويلی دئ او اعلام ئې کړی دئ چي د ترکيې حاکميت ته احترام لري.

بهرني تيري ته جواب

تر کيې ډير ژر د هغو راکټونو جواب ووايه، چي ويل کيږي د سوريې له خاوري د دغه هيواد پر يوه ليري پرته سيمه باندي اورول سوي دي. په دغه پيښه کي ۵ تنه ملکي وکړي وژل سوي دي او ۶ تنه نور ټپيان سوي دي.

ويل کيږي په دغه پيښه کي، يوه مور له خپلو څلورو کوچنيانو سره يو ځای وژل سوې ده. د ترکيې تلويزون داسي ويډيو خپره کړې ده، چي پکښې ښکاري چي د آقجاقلعه په سيمه کي خلک پر سړکونو باندي يوې او بلي خوا ته ځغلي چي ځانونه پټ کړي.

تر دغه پيښه لږ وروسته د ترکيې د بهرنيو چارو وزير داوداوغلو د کابينې يوه بېړنۍ ناسته را وبلله او له هغه ځايه يې د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون سره د پيښي په اړه خبري وکړې.

دغه راز د ترکيې د بهرنيو چارو وزير د ناټو له عمومي منشي څخه غوښتنه کړې ده، چي ډير ژر د ناټو په يوه غونډه کي پر دې موضو باندي خبري وکړي.

له ترکيې نه د ناټو ملاتړ

ترکيه چي د ناټو غړی هيواد دئ له دغه تړون څخه ئې د ملاتړ غوښتنه کړې ده. ناټو هم په دې اړه يوه بېړنۍ غونډه را وبلله او په يوه يو ساعته غونډه کي د دغه تړون د ۲۸ غړو هيوادونو استازو دغه سرحدي بريد وغانده او د ترکيې د ملاتړ اعلام ئې وکړ.

ناټو د ترکيې پر خاوره باندي د توغنديو توغول „ تيری“ او له „ نړيوالو اصولو څخه سرغړونه“ بللې ده. دغه تړون له سوريې څخه وغوښتل چي خپل دغه شان „ تيريو“ ته دي د پای ټکی کښېږدي.

د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيري هيلري کلينتن ويلي دي:«وضعيت ډير خراب سوی دئ» هغې وويل، د سوريې رژيم د دې له پاره چي پر قدرت پاته سي خپل خلک ئې سخت په عذاب کړي دي. کلينتن وويل، ټول هيوادونه بايد پر سوريې باندي فشار ډير کړي، چي يو اوربند را منځته سي. هغې د سوريې له دولت څخه غوښتنه کړې ده، چي د سرحدي تيري په خاطر دي بخښنه وغواړي.

د ملگرو ملتونو انديښنه

د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون هم د دې پيښي په اړه انديښنه ښوولې ده او له سوريې څخه ئې غوښتي دي، چی د گاونډيانو، ارضي تماميت ته احترام وکړي.

بان کي مون د ترکيې د بهرنيو چارو له وزير داوداوغلو سره په تليفوني خبرو کي ويلي دي، چي له سوريې سره بايد ټول ارتباطي کانالونه فعال وساتي، چي د نورو زورزياتيو مخنيوی وسي.

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: مسعود جهش