1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترکيې او مصر ترمنځ سياسي ترينګلتيا

سيد رياض/ دويچه ويله۱۳۹۲ آذر ۳, یکشنبه

ترکیې د مصر سفیر د «خوښۍ نه وړ کس» په توگه اعلان کړی دی. تر دې دمخه د شنبې په ورځ مصر له قاهرې څخه د ترکیې د سفیر د ایستلو پریکړه کړې وه. د دواړو هیوادونو تر منځ ديپلوماتيکي ترینگلتیا مخ پر زیاتیدو ده.

https://p.dw.com/p/1ANDi
انځور: picture-alliance/dpa

د شنبې په ورځ ( ۲۰۱۳کال د نوومبر ۲۳) د مصر دا پریکړه چې له ترکیې سره خپلې ديپلوماتيکي اړیکي لږ کړي له قاهرې څخه یې د ترکیې د سفیر د ایستلو پریکړه وکړه. دغي پریکړې د دواړو هیوادونو په ديپلوماتيکو اړیکو کې ترینگلتیا رامنځ ته کړې ده.

د دواړ هیوادونو د حکومتونو تر منځ ترینگلتیا له دوبي راهیسې پیل شوه، کله چې د یوې پوځي کودتا په ترڅ کې د مصر ولسمشر محمد مرسي چې له اخوان المسلمین سره تړاو لري له خپلې دندې څخه ګوښه کړل شو او د ترکیې لومړي وزیر رجب طیب اردوان او د ده د عدالت او پرمختیا په نوم گوند په واضح ټکو کې د دغه عمل پر ضد احتجاج وکړ.

د ترکیې لومړي وزیر اردوان اوس په خپلو تازه څرگندونو کې ویلي دي چې د ترکیې مشرتابه به «هیڅکله» داسې یو حکومت قبول نه کړي «چې د یوې پوځي کودتا په ترڅ کې واک ته رسیدلی وي.»

د مصر انتقالي حکومت له خپل هیواد څخه د ترکیې د سفیر حسین اواني بوتسالي، ایستل د اردوان د «لمسوونکو» څرگندونو په توگه عنوان کړي دي. د ترکیې اعلان کړی دی چې په مؤقتي توگه به د مصر د استازي ځای خالي پاته وي. تر اوسه په ترکیه کې د سوریې سفیر عبدالرحمان صلاح الدین، د هغه په نه شتون کې د «خوښۍ نه وړ کس» په توگه نومولی دی.

ترکیې او مصر په اگست میاشت کې د خپلو هیوادونو سفیران رابللي ول. د ترکیې سفیر په اگست میاشت کې بیرته قاهرې ته ستون شوی وو خو په ترکیه کې د مصر د سفیر ځای لا خالي پاته وو.

د مصر د بهرنیو چارو وزارت ویاند په قاهره کې ویلي دي چې د پنجشنبې په ورځ د پخواني ولسمشر محمد مرسي په اړه د اردوان مثبتي څرگندونې «لمسوونکي» وې او دا د دغه هیواد په داخلي چارو کې د لاسوهني په معنی ده او خپل عواقب لري. د هغه په وینا له دې امله له مصر څخه د ترکیې سفیر د ایستلو پریکړه شوې ده.

محافظه پاله سیاستوال اردوان، د مصر له قضا سره په شخړه کې د مرسي د «زغم قوت» ته د درناوي کولو خبره کړې ده. د یوې پوځي کودتا په ترڅ کې له واکه د مرسي لیرې کیدل اردوان د نه منلو وړعمل په توگه یاد کړی وو.

د مرسي د واکمنۍ پر مهال د انقرې او قاهرې اړیکي نوري هم پراخي سوي وې. د مصر د پوځ له خوا د مرسي له واکه د لیرې کیدو پر عمل باندی اردوان تل نیوکه کړې او هغه یې غیر مشروع عمل بللی دی، چې په وینا یې د دغه کار تر شا د اسرائیلو لاس وو.

په اگست میاشت کې د مصر په پلازمېنه قاهره کې د دغه هیواد د امنیتي ځواکونو له خوا د اخوان المسلمین د احتجاجي کمپونو په زوره خالي کول چې په ترڅ کې یې په لسونو انسانان ووژل شول، د انقرې نیوکې لا پسې ډیرې کړې.