1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترکيې له پوځ او پوليسو ۱۵زره ځواکونه ايستل سوي

۱۳۹۵ آذر ۲, سه‌شنبه

د ترکيې د جمهور رئيس په نوي اقدام کي د دغه هيواد د پوځ او پوليسو نزدې ۱۵ زره ځواکونه له دندو گوښه سوي دي. له گولن سره د همکارۍ په تور ۵۰۰ بنسټونه او اتحاديې هم تړل سوي دي.

https://p.dw.com/p/2T2ng
Türkei Sicherheitskräfte
انځور: picture-alliance/dpa

په ترکيه کي تر ناکامه کودتا څلور مياشتي وروسته هم د اردوغان حکومت د مخالفانو نيولو او د دولتي کارماندانو له دندو گوښه کولو ته دوام ورکړی دئ.

د رويترز خبري آژانس د راپور له مخي د ترکيې حکومت د سه شنبې په ورځ هم له پوځ، پوليسو او دولتي ادارو څخه نژدې ۱۵۰۰۰ کسان له دندو گوښه کړي دي.

د راپورونو له مخي له دندو څخه د دغو کسانو گوښه کول هم له ناکامي کودتا سره تړاو لري. په ترکيه کي تر ناکامي کودتا وروسته تر اوسه پوري ۱۱۰ زره دولتي کارکوونکي له دندو گوښه سوي او په زرونو نور نيول سوي دي.

هغه څوک چي اخراج سوي یا نيول سوي دي له فتح الله جنبش سره په همکارۍ تورن سوي دي. دغه جنش د ترکيې اپوزيسيون بلل کيږي چي مشر ئې گولن په تبعيد کي ژوند کوي.

اردوغان پر گولن تور لگولی دئ چي په ترکيه کي کودتا هغه پلان کړې وه، خو هغه چي په امریکا کي ژوند کوي، دغه تورونه ردوي.

په ترکيه کي تر ناکامي کودتا وروسته حکومت پر رسنيو باندي هم فشار راوړی او ځيني ئې تړلي او مشران ئې بنديان کړي دي.

نور مطالب: