1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترکيې لومړی وزير بيرته خپل هيواد ته ستون سو

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۲ خرداد ۱۷, جمعه

د ترکیې لومړی وزیر رجب طیب اردوغان، بیرته خپل هیواد ته ستون شو خو کيدای شي هغه د مظاهره کوونکو پر ضد خپل دریځ نرم نه کړي. تر اوسه پورې د ترکیې په مظاهرو کې په زرهاو تنه ټپیان شوي دي.

https://p.dw.com/p/18lXx
A supporter of Turkish Prime Minister Tayyip Erdogan holds his picture while others shout slogans as they wait for Erdogan's return at Istanbul's Ataturk airport June 6, 2013. Erdogan denounced those behind a week of violent demonstrations on Thursday, causing a sell-off on the Turkish stock exchange from investors worried that his defiant rhetoric will further enflame public wrath. Speaking during a visit to Tunisia, Erdogan vowed to press ahead with plans for construction in an Istanbul park which triggered the unrest across the country. Three people have been killed and more than 4,000 injured in demonstrations that have seen police fire tear gas at angry crowds. REUTERS/ --- eingestellt von haz
Erdogan - Unterstützerانځور: Reuters

اردوغان د جمعې په ورځ د لومړي ځل له پاره په ترکيه کي د مظاهرو تر پیلیدو وروسته، خپل هیواد ته ستون شو. په زرهاو کسان د استانبول په نړيوال هوايي ډگر کي د هغه هرکلي ته ور وتلي ول.

اردوغان ترکیې ته تر راسیدو لږ وروسته په خپل هیواد کې پر مظاهرو باندې سختي نیوکې وکړې. په دې هیواد کې مظاهرې د یوه پارک د جوړیدو پر ضد په سوله ییز ډول پیل شوې، خو بیا ډیر ژر د ترکیې نورو برخو ته وغځیدې. د مظاهرو له پراخیدو سره د مظاهره کوونکو غوښتني هم ډیرې شوې چې پکښې د لومړي وزیر رجب طیب اردوغان ګوښه کیدل هم شامل دي.

اردوغان ته د هرکلي ويلي له پاره د استانبول هوایي ډګر ته شاوخوا ۱۰۰۰۰ کسان ور وتلي ول. اردوغان هغوی ته په خطاب وویل: «دغه مظاهرې د غیر قانونیت پر بنیاد ولاړې دي او باید ودرول شي.»

هغه زیاته کړه: «موږ هیڅ وخت د حالاتو د خرابیدو پلوي نه یو خو موږ نه شو کولای چې د تاوتریخوالي ستاینه وکړو.» اردوغان په خپلو خبرو کي پر دې خبرې ټینګار وکړ چې هغه خپل صلاحیتونه د رایې د صندوقونو له لارې ترلاسه کړي دي.

کله چې هوایي ډګر ته ورغلو کسانو د اردوغان په پلوي شعارونه ورکول هغه وویل: «یو شمیر کسان وایي چې لومړی وزیر یوازې د ۵۰ سلنه ترکان لومړی وزیر دی، خو ما تل ویلي دي چې زه د ۷۰ میلیونه ترکانو خدمتګار یم.»

اردوغان همداراز له خپلو پلویانو څخه وغوښتل چې زغم وکړي او د هغه له سیاسي مخالفینو سره په تاوتریخوالي کې ښکیل نه شي. خو دا چې د هغه پلویان به د اردوغان دغه غوښتنه په پام کې ونیسي او که نه، لا تر اوسه پورې څرګنده نه ده. ځکه د اردوغان د دغو خبرو پر مهال یو شمیر کسانو د «اجازه راکړه چې هغوی وځپو» شعارونه ورکول.

د دولت پر ضد مظاهرې اوس هم روانې دي

په ترکيه کي اوس هم مظاهرې رواني دي
په ترکيه کي اوس هم مظاهرې رواني ديانځور: Reuters

ترکیې ته د اردوغان تر راتلو وروسته هم په دغه هیواد کې د هغه پر ضد مظاهرې روانې دي. د جمعې په شپه هم د استانبول په تقسیم میدان کې په زرهاو مظاهره کوونکي سره راټول شوي ول او د اردوغان پر ضد یې شعارونه ورکول.

په همدې حال کې په انقره کې هم تر۱۰۰۰۰ ډیرو کسانو د اردوغان پر ضد مظاهرو کې ګدون وکړ او د هغه د ګوښه کیدو غوښتنه يې وکړه. ویل شوي دي چې د ترکیې په نورو ښارونو کې هم په لسهاوو تنو مظاهره کوونکو د اردوغان پر ضد مظاهرو کې برخه اخیستې ده.

د ترکیې په مظاهرو کې چې د تیرې جمعې په ورځ پیل شوې تر اوسه پورې درې کسان وژل شوي او تر۴۰۰۰ ډیر کسان نور ټپیان دي. په دغو مظاهرو کې د پولیسو او مظاهره کوونکو تر منځ نښتې رامنځ ته شوي دي چې په ترڅ کې یې پولیسو د هغوی پر ضد له اوښکې بهوونکي ګار او اوبو پاشلو څخه کار اخیستی دی.