1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترکيې لوی څارنوال پر واکمن ګوند باندي په محکمه کي دعوه کړې ده

۱۳۸۷ تیر ۱۱, سه‌شنبه

حکومت کونکی ګوند دا دعوه چي پردوی باندي سوې ده ددې لپاره هڅه ګڼي چي په پوهنتونوکي د پوړني پرسرکولو ممانعت بيرته جاري سي

https://p.dw.com/p/EU8m
د ترکيې لومړی وزير رجب طيب اوردوګان
د ترکيې لومړی وزير رجب طيب اوردوګانانځور: AP

د ترکيې لو څارنوال عبد الرحمن يال چينکايا ويلي دي چي، د پرمختګ او عدالت ګوند ددغه هيواد د دين او دولت د جلا والي نظام ته خطر پيښوي.

حکومت کونکی ګوند چي يو کال مخکي يي ټاکني وګټلې، او په سلوکي47 ياني ډيري رايي يې ترلاسه کړې د يوه اسلامي دولت د جوړولو هڅه کوي چي ، دڅارنوال په نظر بايد منع سي.

ده په خپله صورت دعوه کي چي همدا نن به يي د اساسی قانون د قضا په مخکي ولولي، د پرمختګ اوعدالت د ګوند مشر رجب طيب اوردوګان او ددغه ګوند پر نورو70 تنو غړو باندي د عمري سياست دمنع کيدو غوښتنه کړې. ده خپله صورت دعوه داوردوګان او د ده دنورو ګوندي ملګرو په نقل قولونو باندي بنا کړې ده چي، ښايي د دين او دولت د جلا والي پر اصولو باندي يې خندلي اوهغه يې کم ارزښته بللي وي.

د ترکيې ستره محکمه
د ترکيې ستره محکمهانځور: AP

همدغه ډول وړانديز کوي چي فلم جوړونکی ايسه بيوهيلر چي د پرمختګ اوعدالت دګوند دبنسټ ايښوونکو د جملې څڅه ده هم بايد د سياسي فعاليتونو څخه منع سي. مېرمن بيو هيرلر وايي: ماپه خپله راډيوي خپرونه کي وويل چي، زه دا تصور کولای سم چي يوه ورځ قاضياني هم په ترکيه کي پوړنی پر سر کړي دهمدې جملې پېغور ماته راکول کيږي. ممکن لوی ځارنوال ته ددې لپاره چي زه پوړنی پر سر ه وم په نظر تور نه ورځم.

ماهيڅ کله د دين او دولت د جلا والي د نظام په هکله څه ندي ويلي، ځکه چي زه ددې نظام په پلو ي يم. دا تورونه اومحاکمه ټوله ډيره دخندا وړده، د همدی لپاره به زه دهغه په وړاندي له ځانه دفاع ونه کړم.

خوحکومت کونکی ګوند دا دعوه چي پر دوی باندي شوې ده ددې لپاره هڅه ګڼي چي په پوهنتونوکي د پوړني پر سر کولو ممانعت بيرته جاري سي. د ټکري دپرسر کولو د ممانعت د ليري کولو قانون چي د روان کال په سرکي د پارلمان لخوا تصويب سوی و د اساسي قانون د قضالخوا بيرته لغوه سوی دی.

د ترکيې جمهوررييس عبدالله ګل او لومړی وزير اوردوګان
د ترکيې جمهوررييس عبدالله ګل او لومړی وزير اوردوګانانځور: AP

د پرمختګ اوعدالت ګوند پر دوی باندي دغه دعوه د عدلي چارواکو کودتا بولي ،چي دا داسي اصطلاح ده چي، د هغي په واسطه ښودل کيږی چي، پر قدرت باندي ددې مبارزي شاته پوځ ولاړ دی. په رشتياسره هم معلومه سوې ده چي د اساسي قانون د قضا يوه قاضي څو واري د يوه جنرال سره کتلي دي.

لوړی وزير اوردوګان د خپلو مخالفينو په وړاندي پخلاينه نه ښيي. دی وايي:

ډير داسي کسان سته چي همدا اوس ياني د اساسي قانون د قضا له حکم څخه د مخه خپل حکمونه صادروي. اوپه دې ډول سياسي فضاډيره سره کوي اوايشېدوته يي نژدې کوي. دا يو غيرمسولانه سلوک دی او د اولس ترمنځ پلويان نلري ، دغه کسان څه فکر کوي دوی خوهغه کسان دي چي اولس ندي منلي اودوی د بازيو دميدان و ګوښې ته پوروهل سوي دي . زه دوی ته وايم چي: دا پرېکړه تل د اولس لخوا کيږي چي څوک په دې هيواد کي حکومت وکړي.

حکومت کونکی ګوند به د پنجشنبې په ورځ يوځل بيا دقضا په مخکي د ځان دفاع وکړي.