1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترکيې واکمن گوند پارلماني ټاکني و گټلې

۱۳۹۰ خرداد ۲۳, دوشنبه

د ترکيي واکمن گوند AKP په پارلماني ټاکنو کي 50 سلمه رايي تر لاسه کړي دي. د نوموړي گوند هغه هيله چي 75 سلمه رايي تر لاسه کړي نده پوره سوې.

https://p.dw.com/p/11ZJv
د ترکيې لومړی وزير رجب طيب اردوان
د ترکيې لومړی وزير رجب طيب اردوانانځور: picture alliance/dpa

د ترکيې اسلامي محافظه پال گوند AKP يا د عدالت او پرمختگ گوند پدې توانيدلی، چي د يکشنبې د ورځي په پارلماني ټاکنو کي 50 فيصده رايي تر لاسه کړي. پدې توگه دغه گوند د 2007م ميلادي کال په پرتله درې فيصده زياتي رايي تر لاسه کړي دي.

د ترکيې دويم ستر گوند د کمالستانوMHP پدې توانيدلی چي د 10 فيصدو څخه په زياتو رايو تر لاسه کولو سره په پارلمان کي پاته سي. د لومړيواحصاييو له مخي به د کمالستانو سيکولريزم پلوي گوند د 13 او 15 فيصدو په شاوخوا کي رايي تر لاسه کړي.

د لومړي وزير رجب طيب اردوگان گوند پدې توگه پدې بريالی سوی، چي يو ځل بيا د حکومت جوړولو له پاره اکثريت رايي خپلي کړي. خو دغه گوند په خپل هغه هدف کي پاته راغلی، چي غوښتل يي د دې واري 66 فيصده رايي تر لاسه کړي او پدې توگه د ترکيې په اساسي قانون کي د بدلون راوستلو له پاره په پارلمان کي اړين مطلق اکثريت خپل کړي.

نوموړي گوند د کامپاين پر وخت ژمنه کړې وه چي که يي اړيني 66 فيصد چوکۍ ترلاسه کړې نو د ترکيې په اساسي قانون کي به بدلون راولي. د نوي اساسي قانون له مخه دغه گوند غوښتل چي د ترکيې اوسنی پارلماني نظام د فرانسې او امريکا د متحده ايالتونو په څير د ولسمشرۍ په نظام بدل کړي.

د کامپاين پر وخت اردوگان ويلي ول چي د ترکيې اوسنی اساسي قانون په 1982م ميلادي کال د کودتا کوؤنکو جنرالانو لخوا جوړ سوی ؤ او دا چي که يې مطلقه اکثريت تر لاسه کړي نو به يي بدل کړي.

د ترکيې په پارلماني ټاکنو کي د کردانو گوند BDP د تعجب وړ زياتي رايي تر لاسه کړي دي. دغه گوند په ټاکنو کي د گوند په توگه برخه وانخيسته ولي چي بيريدله چي که يي تر 10 فيصدو څخه کمي رايي تر لاسه کړي نو به و پارلمان ته لاره نه کړي پيدا. د دي پر ځاي نوموړي گوند خپل کانديدان د آزادو کانديدانو په توگه په ټاکنو کي ودرول او ښايي پدي توگه خپل 35 کانديدان و پارلمان ته وليږدولای سي.

د کردانو په نوؤ استازو کي به د اټکل له مخي د کردانو مشهوره سياستواله مېرمن ليلا زانا هم شامله وي. دغي ميرمني په 1996م ميلادي کال د ساخاروف د بشري حقونو جايزه تر لاسه کړې وه.

اولريش پيک/ احمدولي اڅکزی

کتونکی: نجيب الله زيارمل