1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترکيې په اوبو کي افغانان او ايرانيان ډوب سوي

۱۳۹۴ اسفند ۲۰, پنجشنبه

د ترکيې په لوېديځ ساحلونو کي د يوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کي پنځه مهاجر چي يو ئې کوچنی وو ډوب سوي دي. دوه مهاجر نور ورک سوي دي. په کښتۍ کي سپاره مهاجر افغانان او ايرانیان ول.

https://p.dw.com/p/1IAUg
انځور: Getty Images/S. Platt

هغي کښتۍ چي د ترکيې له لوېديځو ساحلونو څخه ئې د یونان لسبوس ټاپو ته ۱۶ مهاجر لېږدول د چهارشنبې په ورځ د خرابي هوا له کبله ډوبه سوې ده.

د دغي کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کي پنځه تنه مهاجر چي يو ئې کوچنی وو ډوب سوي دي. په دغه پېښه کي ۲ مهاجر ورک او ۹ کسان ژغورل سوي دي.

په ترکيه کي د دوغان خبري آژانس د راپور له مخي د دغو مهاجرو اکثره افغانان او ايرانيان ول. دوی ويلي دي چي په کښتۍ کي سپرو کسانو مخکي تر دې چي کښتۍ ټوله ډوبه سي د ترکيې ساحلي ځواک ته خبر ورکړی وو.

د ترکيې چارواکو پر گواښونو سربيره چي موخه ئې يونان ته د مهاجرو د تگ مخنیوی دئ، بیا هم په سونو مهاجر هڅي کوي چي د اوبو له لاري يونان ته ځان ورسوي.

تر کيې ته پر سوريې او عراق سربيره له ايران او افغانستان څخه په زرونو کسانو ځانونه رسولي، څو له هغه ځايه يونان او وروسته بيا د اروپا پر لور مهاجرت پيل کړي.

خو له يونان څخه د بالکان هيوادونو له لاري اروپا ته مهاجرت اوس تقريباً ناممکن سوی دئ. له څو ورځو راهيسي د بالکان پر مسير پرتو ټولو هيوادونو خپل سرحدونه تړلي دي.

له هغه وخت راهيسي چي دغو هيوادونو سرحدونه تړلي دي، په يونان کي په زرونو مهاجر بند پاته دي. که يونان د ترکيې له خوا ورغلي مهاجر بيرته دغه هيواد ته ولېږي نو د دې بيره سته چي ترکيه بې له سوريايانو نور ټول کسان بيرته خپلو هيوادونو ته وشړي.