1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکیه د (IS) پر ضد عملیات پیلولای شيٍ

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۳ مهر ۱۱, جمعه

د ترکیې پارلمان په عراق او سوریه کې د «اسلامي دولت» نومې افراطي ډلې پر ضد د پوځي مداخلې اجازه ورکړه. آیا له دې اقدام سره کیدای شي چې تر فشار لاندې کردان له ترکیې څخه د مرستې هیله وکړي؟

https://p.dw.com/p/1DPKB
انځور: Reuters

په انقره کې د پارلمان استازو په گاونډیو هیوادونو (عراق او سوریه) کې د «اسلامي دولت» نومې اسلامپاله افراطي ډلې پر ضد د محافظه پاله حکومت د پوځي مداخلې یوې غوښتنې ته شین څراغ ورکړ. پر دې سربیره د ترکیې د پارلمان استازو د دې اجازه هم ورکړې ده چې د اسلامي دولت پر ضد مبارزه کې د نورو هیوادونو عسکر هم د ترکیې له خاورې څخه استفاده وکړي. دا په داسې حال کې ده چې امریکايي چارواکي د ترکیې د اینجرلیک، له هوایي اډې څخه د استفادې په هکله په خبرو اترو بوخت دي.

د پارلمان ۲۹۸ تنو غړو دغې مسودې مثبتې او ۹۸ تنو بیا منفي رایې ورکړې. د اپوزیسیون ستر گوند سوسیال دیموکراتانو (CHP) او د کردانو کوچني گوند (HDP) د دغه ماموریت د نه منلو اعلان کړی دی.

اردوغان په خپل دریځ کې بدلون راوست

په دې سره د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د هغه حکومت خپل دریځ ته په بشپړ ډول بدلون ورکړی دی. تر اوسه ترکیې چې د ناټو غړی هیواد دی، د اسلامي دولت نومې افراطي ډلې په هکله یو محتطانه سیاست تعقیباوه او تر ډیره وخته یې له دې څخه ډډه کوله چې د لویدیځ په شان د یوې ترهگرې ډلې په توگه د هغې پر وړاندې دريځ ونیسي. پر دې سربیره پر ترکیې باندې تور پورې کیده چې د اسلامي دولت، افراطي ډلې د جنگیالیو ترانزیت یې زغملی دی، تر څو دغه جنگیالي د سوریې د واکمن بشارالاسد په راپرځولو کې ونډه ولري. له بلې خوا اردوغان د چهارشنبې په ورځ هم پر دې خبره باندې ټینگار وکړ چې بشارالاسد باید له واکه لاس په سر شي.

خو دا خبره لا تر اوسه نامعلومه ده چې د ترکیې حکومت به د نوموړې افراطي ډلې پر ضد په دواړو گاونډیو هیوادونو کې د ځمکني سرتیرو یا نورو پوځي لارو چارو له امکان څخه څه وخت گټه پورته کړي. د یوه ترکي خبري آژانس د رپوټ له مخې د ترکیې د دفاع وزیر عصمت یلماڅ، د پارلمان تر رای کارونې مخکې ویلي وو چې د پارلمان له لوري د یوې پریکړې تر تصویبدو وروسته باید د یوه سملاسي اقدام اټکل ونه شي.

د اسلامي دولت د پرمختگ په حال کې دی

د سوریې په شمال کې د کوبانه پر ښار باندې د اسلامي دولت افراطي ډلې له بریدونو سره د دغې ډلې جنگیالي د ترکیې پولې ته ډیر نزدي شوې دي. د کردانو په دغه ښار کې چې په عربي ژبه ورته عرب العین، وضعیت لا پسې ترینگلی شوی دی. د لندن مېشته بشري حقونو د څار سوریایي سازمان د معلوماتو له مخې د اسلامي دولت ډلې جنگیالي د نوموړې ښار څو سوه مترۍ ته رسیدلي دي.

د بشري حقونو د څار د نوموړي سازمان په حواله له کوبانه ښار څخه بهر ولسوالیو کې د اسلامي دولت د جنگیالیو او کردي ملیشو تر منځ سخته جگړه روانه ده. زیاته شوې ده چې دغه ښار له درو اړخونو څخه تر بریدونو لاندې راغلی دی. د مرگ ژوبلې په هکله کوم ارقام نه دي ورکړل شوي.

په زرونو ملکي کسان په ښار کې دي

د «ولاتي» په نوم د کردانو د انټرنیټ پاڼې د معلوماتو له مخې د امریکا متحده ایالاتو او د عربي متحدینو هوایي جنگي جېت الوتکو د کوبانه ښار په سویل او ختیځ کې د اسلامي دولت، افراطي ډلې پر مورچلو نوې بمبارۍ کړي دي. د کردي خودمختاره سیمو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ادریس نسان، له رویترز خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې تر اوسه هوایي بریدونو د اسلامي دولت، افراطي ډلې د پرمختگ مخه نه ده نیولې.

د اسلامي دولت، افراطي ډلې جنگیالي له تیرو څو ورځو راهیسي په دې هڅه کې دي چې د ترکیې پولې ته څیرمه پروت د کوبانه ښار ونیسي. په خپل سر نومول شوي د کوبانه د سیمه ییز حکومت مشر انور مسلم، د معلوماتو له مخې له ۵۰۰۰ څخه تر ۶۰۰۰ زرو پورې کردي جنگیالي د اسلامي دولت ډلې پر ضد په جگړه بوخت دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب