1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترکیې او اروپایې ټولني مذاکرات وځنډیدل

۱۳۹۴ اسفند ۱۸, سه‌شنبه

اروپایې اتحادیې ۱۲ ساعته له ترکیې سره اروپا ته د راتلونکو مهاجرو د شمیر کمولو پر موضوع بحث وکړ، خو مطلوب هدف ته ونه رسیدل. خبري اتري به په راتلونکي اونۍ کې بيا وشي.

https://p.dw.com/p/1I8zl
انځور: Reuters/Y. Herman

ډیری په دې اند دي چې دا یو بریالیتوب وو. تر ۱۲ ساعته خبرو اترو وروسته د آلمان صدراعظمې هڅه وکړه چې دا یو بریالیتوب وښئ. د مهاجرو د شمیر کمولو په هکله له ترکیې سره معامله د میرکل د ستراتیژۍ هسته جوړوي.

د آلمان صدراعظمه په دې باور ده چې له غیر قانوني مهاجرت سره په مبارزې ترکيې په اروپایې ټولنه کې د شاملیدو په برخه کې یو بل قدم مخ پر وړاندی اخیستې دی.

په داسې حال کې چې په آلمان کې سیمه ایزو ټاکنو ته پنځه ورځې پاته دي د دغو خبرو اترو دقیقه نتیجه نه ده معلومه شوې. که څه هم میرکل د ترکیې له خوا د «یوې لوړي سویې وړاندیز» خبره کوي، خو پر داسي یو څه تر اوسه پوری موافقه نه ده شوې، ځکه ډیري پوښتني بې ځوابه پاتې دي.

پر کومي موضوع گانو خبري وشوې؟

د ترکیې لومړي وزیر احمد داود اغلو وویل: «موږ له یو خلاق او رغوونکي وړاندیز سره راغلي یو.» داود اغلو زیاته کړه چې د دوی هیواد حاضر دی چې ټول هغه مهاجر ومني کوم چې په غیر قانوني توگه د یونان ساحل ته داخل شوي دي، سوریایې کډوال هم.

نوموړي زیاته کړه چې اروپایې اتحادیه باید په ترکیه کې سوریایې کډوالو ته د استوگنې د شرایطو برابرولو په برخه کې مرسته وکړي، څو په دې توگه اروپا ته د غیرقانوني مهاجرتونو مخه ونیوله شي.

په حقیقت کې ترکیې په واضح ډول تر هغه ډیر څه کړي دي، چې په نوامبر میاشت کې یې له اروپایې اتحادیې سره پرې موافقه شوې وه او د دغې اتحادیې له خوا تراوسه پوري عملي شوې نه ده.

په عین حال کې انقره د دې کار په بدل کې د امتیاز غوښتنه کوي. ترکیه د اروپایې اتحادیې غړو هیوادونو ته بې له ویزې له محدودیت څخه د خپلو اتباعو د آزادانه سفر غوښتنه کوي او هغه هم د جون میاشتې تر پایه پوري یعنې درې میاشتي مخکې تر هغې چې په پام کې نیول شوې وو.

د اروپایې اتحادیې کمېسیون مشر جان کلود یونکر، وویل چې همدا اوس دغه بهیر په فوق العاده ډول لږ یا ډیر گړندی شوی دی. سربیره پر دې اروپایې اتحادیه باید تر ۲۰۱۸م کاله پوري ترکیې ته د هغو سوریایې مهاجرو د ساتنې او پالنې له پاره درې میلیارده يورو نوري هم ورکړي چې د پخوا څخه په دغه هیواد کې موجود دي.

بالاخره ترکيه غواړي چې په اروپایې اتحادیه کې د شاملیدو له پاره دې دغه اتحادیه پنځه نور فصلونه هم پرانیزي. له تیري یوې لسیزي راهیسي د ترکیې دغه غوښتنه نه ده عملي شوې. اوس د ترکیې لومړی وزیر احمد داود اغلو ځان داسې احساسوي لکه دغه هیواد چې د اروپایې اتحادیې په جوړښت کې شامل شوي وي.

د کډوالو سره د مرستې وړاندیز ته باید د یو پاکیټ په سترگه وکتل شي، خو د سوریې کورنۍ جگړې په پام کې نیولو سره د ترکیې لومړی وزیر ورته د یوې ستراتیژیکې پوښتنې په سترگه گوري، کوم چې ترکیې ته په اروپایې اتحادیه کې د شاملیدو جانس ورکوي.

په اروپایې اتحادیه کې د ترکیې غړیتوب ترلاسه کولو، ته مشابه خبره میرکل هم وکړه: «د ترکیې سیاسي وضعیت ته په کتلو سره مونږ به له ترکیې سره ځانگړي ستراتیژیکي اړیکي وساتو.»