1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترکیې د جمهوري ریاست گارد منحل کیږي

آژانسونه / ش. ر. ن.۱۳۹۵ مرداد ۳, یکشنبه

په ترکیه کې تر ناکامې کودتا وروسته د دغه هیواد لومړي وزیر د جمهوري ریاست د گارد منحلولو اعلان کړی دی. بینالي ییلدریم ویلي دي چې په اوسنیو شرایطو او په راتلونکي کې د جمهوري ریاست گارد ته اړتیا نشته.

https://p.dw.com/p/1JUzc
Türkei Präsidentengarde
انځور: picture-alliance/Turkish Presidency Press Office/M. Cetinmuhurdar/Anadolu Agency

د دریو میاشتو له پاره د بیړني حالت اعلانول، تر ۱۳ زرو ډیرو کسانو نیول کیدل، له هیواد څخه بهر د پوهنتونونو د استادانو پر سفر بندیز لگول او اوس هم د جمهوري ریاست د گارد منحلول، د ترکیې د ناکامې کودتا پایلې دي.

د شنبې په ماښام (د جولای ۲۳) د ترکیې لومړي وزیر بینالي ییلدریم، د یوې مرکې په ترڅ کې اعلان وکړ چې د دغه هیواد د جمهوري ریاست گارد منحل کیږي. نوموړي زیاته کړه چې نه هم په اوسنیو شرایطو او نه هم په راتلونکي کې دا ډول گارد ته اړتیا شته.

مخکې تر دې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان په دغه هیواد کې بیړنې حالت اعلان کړی وو. ییلدریم وویل چې حکومت وروسته د دریو میاشتو د دغه وضعیت تمدیدولو اراده نه لري، خو په هغه صورت کې چې رښتیا هم اړینه وي.

په ترکیه کې د فتح الله گولن وراره نیول شوی

د ترکیې تر کودتا وروسته په دغه هیواد کې د ۲۳۴۱ موسیسو او بنسټونو کارونه ځنډول شوي دي چې په هغو کې ډیر شمیر ښوونځي، صنفي اتحادیې، روغتیایې مرکزونه او ټولگټې موسیسې شاملی دي.

په عین وخت کې له هیواد څخه د دولتي جگ پوړو مامورینو پر وتلو بندیز لگول شوی. شاوخوا ۱۱ زره پاسپورتونه چې ډیري یې دولتي پاسپورتونه ول، باطل اعلان شوي دي.

دولتي کارکونکي له هوایې ډگر څخه د وتلو پر مهال باید د اړوندې ادارې رسمي اجازتنامه ښکاره کړي، که نه نو له هیواد څخه د هغو د باندي وتلو مخه به ونیول شي. په دغه محدودیت کې د دولتي کارکونکو میرمنې او ماشومان هم شاملیږي.

په ترکیه کې (د جولای میاشتې په ۱۶) تر ناکامې کودتا وروسته د دغه هیواد ۳۷۵۰۰ تنه د پولیسو مارمورین او کارمندان له دندو گوښه کړای شوي دي. ډیرې دغه گوښه گړای شوي د ښوونې او روزنې وزارت پورې اړوند کسان دي. همدارنگه له ۲۱ زره ښوونکو څخه هم د تدریس اجازه اخیستل شوی او د ۶۰۰ ښوونځیو فعالیت ځنډول شوی.

ارودوغان د شکمنو کسانو د (غیرقانوني نیول کیدو) مهلت غځولې

د اردوغان په خبره د دغو اقداماتو هدف په راتلونکي کې د «خدمت» غورځنگ مشر فتح الله گولن د اقداماتو مخه نیول دي. گولن د اروغان له خوا په ترکیه کې د ترسره شوې ناکامې کودتا پر پلانولو تورن دی. په دغه کودتا کې تر ۲۶۰ ډیر انسانان ووژل شول.

گولن چې په امریکا متحده ایالاتو کې اوسیږي بیا دغه تورونه ردوي او له کودتا سره د هر ډول ارتباط لرلو څخه انکار کوي. اردغان له امریکا متحده ایالاتو څخه غوښتي دي چې گولن دې ترکیې ته وسپاري.

د ترکیې حکومت ادعا کوي چې ټول هغه بنسټونه چې د تړل کیدو امر یې ورکړل شوی د گولن غورځنگ پورې اړه لري. د ترکیې حکومت ویلي دي چې د عامه خدماتو یوه برخه یې د گولن پورې اړوندو کسانو څخه پاکه کړی ده.

اروغان د ترکیې د امنیت اداره (MIT) هم د کودتاه په جریان کې گرم بللې، خو زیاته کړې ده چې د اوس له پاره د دغې ادارې مشر او همدارنگه د پوځ قوماندان باید په خپلو پوستونو کې باقي پاتې شي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه: