1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تنوع او زغم له پاره

۱۳۹۳ اسفند ۱۴, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/1ElPx

تنوع او زغم د آلمانۍ ټولني اساسي ارزښتونه دي. دويچه ويله له «موږ آلمان یو» ارزښتونو څخه دفاع کوي او د ټولنیز تعصب پر وړاندې خپل غږ پورته کوي.

د آلمانۍ ټولني مشهوري څېرې یوځای شوي دي چې د تنوع او زغم له پاره د دویچه ویله د انځوریز کمپاین ملاتړ وکړي. دويچه ويله به د «موږ آلمان یو» په هره ټولگه کې د آلمان دوې مشهوري څېرې معرفي کړي.

په گډونوالو کې به د نړیوال کپ قهرمان جیريم بواتینگ، پخوانۍ سکیتره کاترینا ویت، موزیک جوړوونکی دانیل بارین بویم، کمیدین هاپ کارکیتلینگ، کمیدین کایا یانار او وایلن وهوونکې ان سوفي موتر شامل دي. پر دې سربیره په گډونوالو کې د دویچه ویله د ۳۰ سرو ژبو استازي هم شامل دي.

دویچه ویله هیله لري چې په دې سره به یو نړیوال بحث پیل شي او له خلکو څخه غواړي چې د خپلو پاتریت انځورونو د استولو له لاري په دې کمپاین کې گډون وکړي. د هغوی دا انځورونه به بیا د «موږ آلمان یو» په پاڼه کې خپاره شي.