1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تهران په مظاهرو کښي اخوډبونه رامنځته سوي

۱۳۸۹ بهمن ۲۶, سه‌شنبه

په تهران کي پر مظاهرو باندي د رسمي بنديز سره سره په زرهاوو خلک سړکانو ته راووتل، تر څو په مصر او تونس کښي د ديموکراتيک حرکت څخه خپل ملاتړ و ښيي.

https://p.dw.com/p/R144
په تهران کي د تيري ورځي مظاهرې
په تهران کي د تيري ورځي مظاهرېانځور: AP

د ايران امنيتي قواوو بې نتيجې څو تنه مخالفين ونيول ، چي په يوه منع سوي مظاهره کښي يې برخه اخيستې وه.دغه خبر د اپوزيسون دمشر ميرحسين موسوي انټرنيټ پاڼي خپور کړی دی.

په هغو مظاهرو کښي چي د عيني شاهدانو د رپوټونو پر اساس پکښي د حکومت په زرهاوو مخالف کسانو شرکت کړی ؤ، په تهران او اصفهان کښي اخوډبونه رامنځته سول.

پوليسو د مظاهره کونکو په مقابل کي د اوښکي بهونکي ګاز او برقي ډنډو څخه کار اخيستی دی.

د ايران د جنوب د شيراز په ښار کښي هم خلګو په مظاهرو لاس پوري کړی دی. دا د ۲۰۰۹ کال راوروسته د حکومت ضد تر ټولو لوی عمل ؤ.

پداسي حال کښي چي مظاهره کونکو په لويو ښارو کښي سړکانو ته راوتلي وه او په مظاهرو يې لاس پوري کړی ؤ، بيا د اپوزيسون رهبران مير حسين موسوي او مهدي کروبي په خپلو کورو کښي نظربنده وه.

امنيتي قواوو ددوی کورونه محاصره کړي وه. او نه يې پريښول چي په مظاهرو کښي برخه واخلي. سربيره پر دې د مير حسين موسوي تليفوني روابط يې ورقطع کړي وه.

موسوي او کروبي د مصر او تونس د خلګو څخه د ملاتړ پخاطر د پرون دوشنبه دپاره د مظاهرې د کولو اجازه غوښتې وه ، چي د مقاماتو لخوا ورته ورنه کول سوه . پر دواړو سياستمدارانو باندي په تهران کښي تور لګيدلی دی چي د مظاهرې څخه سؤ استفاده کوي.

د دوشنبې د ورځي مظاهرې
د دوشنبې د ورځي مظاهرېانځور: AP

د مخالفينو لخوا په ايران کښي د مظاهرو پر وخت د ترکيې جمهورريس عبدالله ګل په تهران کښي د منځني ختيځ د احتجاجونو په باب خبري وکړې. عبدالله ګل چي په اوس وخت کښي په ايران کښي دی او د محمود احمدي نژادسره ګوري ، پر دې ټينګار وکړی چي بايد په مصر او يا نورو ځايو کښي د راپاريدلو خلګو آواز جدي ونيول سي.

ده وويل چي که ددغو هيوادو مشران د خلګو آواز ته غوږ ونه نيسي ، نو هغوی به کوښښ وکړي ، چي پخپله خپلي غوښتني عملي کړي.

د امريکا د متحده ايالاتو خارجه وزيري هيلاري کلينتن پرون په واشنګټن کښي د مظاهره کونکو او امنيتي قواوو تر منځ اخوډب په ارتباط د ايران پر حکومت د تظاهر او فريب ورکولو تور لګو لی دی.

د ايران رژيم د يوې خوا په مصر کښي د حکومت ضد مظاهرو څخه هرکلی کړی دی ، خو کوښښ کوي چي په خپل هيواد کښي مخالفين وټکوي.

د ايران اپوزيسون او حکومت دواړه په مصر او بل هر ځای کښي د مظاهرو او احتجاجو پلوي کوي. خو ددواړو په دريځو کښي فرق موجود دی.

د ايران اپوزيسون د مصر او تونس احتجاجو ته پداسي سترګه ګوري ، لکه د ۲۰۰۹ کال په جون کښي د ايران د لانجمنو جمهوري رياست د انتخاباتو پر ضد ، خو بيا د ايران حکومت هغه د ۱۹۷۹ کال د اسلامي انقلاب د مظاهرو او احتجاجو سره مقايسه کوي.

ولريخ/ محمد قاسم نوري

کتونکی: نجيب الله زيارمل