1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د «توتاپ» مسیر تغیر پر ضد کابل کي احتجاج

آژانسونه / ب.ص.۱۳۹۵ اردیبهشت ۲۷, دوشنبه

د «توتاپ» مسیر د تغیرولو په اعتراض په کابل کې لوی لاریون پر لار اچول شوی. احتجاج کوونکو غوښتنه کوله چي دغه مسير دي تر باميان ولايت تېر سي.

https://p.dw.com/p/1IoR3
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Hossaini
افغان حکومت د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د می ۱۶مه) په کابل کې د هزاره ګانو د مظاهرو د مخه د ارګ شا و خوا حصار رامنځته کړی. مظاهره کونکي غوښتنه کوي چې د ترکمنستان د بریښنا مزې دي د بامیان ـ وردک له لارې تیر شي.
د اسوشیتد پریس د خبري آژانس د رپوټ له مخې د دوشنبې پر سهار په زرګونو هرازه ګان د کابل په لویدیځ کې سره راټول شوي تر څو له دغه ځای څخه د ارګ پر لور مارش وکړي.
پولیسو د شپې په اوږدو کې د ارګ او د کابل د تجارتي مرکز ګرد چاپیره کانتیرونه او کانکریتي دیوالونه جوړ کړي او د موټرو تګ راتګ یې بند کړې دی.
همدا زار څلور لارې او ځیني مهم سړکونه او ډيري دوکانونه تړل شوي او د کابل عادي ګڼه ګوڼه نه ترسترګو کیږي. په ټول ښار کې پولیس ځای پر ځای شوي او په ځینو ځایونو کې د پولیسو موقتي پوستې هم جوړې شوي.
د ارګ شاوخوا سيمو سخت امنيت نيول سوی دی
د ارګ شاوخوا سيمو سخت امنيت نيول سوی دیانځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul
امنیتي چارواکو مظاهره کونکو ته ویلي چې مارش باید پر داسې لارو ترسره شي چې ارګ ته یې سر ونه ووزي. دا تصمیم ظاهرً د نومبر میاشتې په څير د زور زیاتي د مخنیوي په موخه نیول شوی. د نومبر په مظاهره کې ارګ ته نزدې تاوتریخوالې رامنځته شوې وو.
د مظاهرو یو تن تنظیمونکي داود ناجي وویل چې احتجاج کونکي د بامیانو له لارې د بریښنا د مزي د تیریدو غوښتنه کوي.
د «توتاب» د بریښنا د پروژې د مزي د تیریدو اصلي مسیر بامیان ـ وردک په نظر کې نیول شوې وو خو د چارواکو له خوا ویل شوي چې دغه پلان په ۲۰۱۳م کال کې د تیر حکومت له خوا دغې لارې ته تغیر ورکړل شوې او په پام کې ده چې اوس دغه مزی د سالنګ له لارې تیر شي.