1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د توغندیو د برید ځواب ورکولو ته چمتو یو»

۱۳۹۱ مرداد ۱۴, شنبه

د افغانستان د ملي دفاع او کورنیو چارو وزیران د شنبې په ورځ د ولسي جرگې غونډې ته رابلل شوي ول چې د وروستیو ناامنیو او پر افغانستان د دیورند د کرښې له بلې غاړې د توغندیو د بریدونو په اړه د وکیلانو پوښتنې ځواب کړي.

https://p.dw.com/p/15jqZ
انځور: AP

د افغانستان د کورنيو چارو او دفاع وزيران د شنبې په ورځ (د اگست د میاشتې دریمه نیټه) د ولسي جرګې عمومي غونډې ته د استیضاح له پاره رابلل شوی ول چې په هیواد کې د وروستیو ناامنیو، د افغانستان پر خاوره د پاکستان د توغندیو د بریدونو، په امنیتي سکتور کې د ادارې فساد او په دغو وزارتونو کې د ګمارنو په اړه د وکیلانو پوښتنې ځواب کړي.

په دې غونډه کې د کونړ ولایت استازو وویل چې له یوه کال راهیسې پر دې ولایت باندې د دیورند د کرښې له بلې غاړې د توغندیو بریدونه کیږي.

د دغو استازو په خبره تر اوسه پورې په دې بریدونو کې اته کسان وژل شوي او ۲۷ تنه ټپیان شوي دي. استازو ویلي دي چې د دې بریدونو له کبله له ۱۰۰۰ څخه زیاتې کورنۍ کډوالۍ ته اړې شوي دي. په ولسي جرگه کې د کونړ ولایت د استازو په خبره د پاکستان له خاورې څخه پر افغانستان د توغندیو په بریدونو کې ډیر شمیر کورنه، مسجدونه او مدرسې هم ویجاړې شوې دي.

د افغانستان د ملي دفاع وزیر ستر جنرال عبدالرحیم وردګ، په دې غونډه کې وویل چې افغان دولت د پاکستان له تیري څخه خبر دئ او په دې برخه کې ئې د بیلابیلو خبري غونډو له لارې خپل غږ پورته کړی دئ:

«موږ ته چې هر ډول دستور راکړل شي که امکانات او تجهیزات ولرو او که نه، په عمل لاس پورې کوو او قربانی ته چمتو یو.»

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر بسم الله محمدي، هم د دفاع له وزیر سره غږ یو کړ او ویویل چې افغان امنیتي ځواکونه هر ډول قربانۍ ته چمتو دي: «د پاکستان د راکټي برېدونو په غبرګون کې چې ملي شورا او د افغانستان دولت هر ډول تصمیم ونیسي د افغانستان امنیتي ځواکونه چمتو دي چې عملي ئې کړي.»

بسم الله محمدي همداراز د توغندیو هغه انځورونه هم وکیلانو ته وښول چې د هغه په وینا د پاکستان ملي اردو پورې تړاو لري او پر افغانستان باندې توغول شوي دي. د کورنیو چارو وزیر وویل چې دغه ډول توغندي نه پاکستاني او نه هم افغاني طالبان لرلی شي.
د ولسي جرگې د اداري پلاوي یوه غړي فرهاد عظیمي، وویل چې که د وزيرانو ځوابونو وکیلان قانع نه کړل نو هغوی ته به د باور او نه باور رايې واچول شي.

اسماعیل شاکر/کابل
کتونکی: مسعود جهش