1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لږ شمیر مهاجر مسلکي زده کړی لري

آژانسونه/ ش.ن۱۳۹۵ تیر ۳۰, چهارشنبه

په آلمان کې د کارموندنې ادارې په حواله، آلمان ته د راغلو مهاجرو هر یو دویم تن د کومکي کار له پاره مناسب دی. په دې توگه د هغو مهاجرو دری پر څلورمه برخه چې د کار پیدا کولو په لټه کې دي مسلکي زده کړی نه لري.

https://p.dw.com/p/1JSkt
انځور: picture-alliance/dpa/H.Schmidt

د آلمان د کار موندنې ادارې د ارزونې له مخې د کار په بازار کې د یو شمیر مهاجرو ادغام یا ځای پر ځای کول ډیر ستونزمن دی.

د «بیلډ» آلمانۍ ورځپاڼې د دغه هیواد د کارموندنې ادارې په حواله لیکلي دي چې د روان کال د جون میاشتې په ورستیو کې په مجموع کې ۲۹۷ مهاجرو په دغې ادارې کې ځانونه بی روزگاره ثبت کړي دي چې د هغو له جملې څخه ۷۴ سلنه یې حرفوي یا مسلکي زده کړی نه لري.

نږدې ۵۸ سلنه د هغو کسانو چې د کارموندنې له پاره یې خپل نومونه ثبت کړي دي، کولی شي یوازې جانبي یا غیر مسلکي کارونه وکړي. د دغو مهاجرو یوازې ۴ سلنه یې په آلمان کې د مسلکي او تخصصي کارونو وړتیا لري.

د کار په بازار کې ادغام وخت ته اړتیا لري

ډیرې کارپوهان په دې اند دي چې د کار په بازار کې د یوه مهاجر د ادغام له پاره دری کاله وخت ته ضرورت دی.

د کار بازار د څیړنیزې موسیسې یو تن کارپوه هربرت بریوکر، ټینگار کوي چې د کار په بازار کې د نوو راغلو مهاجرو جذبول، د هغو کډوالو په پرتله ډیر ستونزمن دی چې پخوا آلمان ته مهاجر شوي دي.

نوموړی زیاتوي: «خو موږ تمه لرو چې وروسته له پنځو کلونو څخه شاوخوا ۵۰ سلنه د دوی د کار په بازار کې جذب شي، همدارنگه وروسته له ۱۰ کلونو ۶۰ سلنه او روسته له ۱۵ کلونو ۷۰ سلنه د دوی د کار په بازار کې جذب شي.»

د یوې څیړنې د پایلو پر بنسټ چې د جولای میاشتې په لومړیو کې خپره شوی وه، د آلمان لویو تصدیو ډیر لږ شمیر مهاجر په کار گمارلي دي. د آلمان د اسهامو په شاخص کې ۳۰ لویو شرکتونو (DAX) ډلې د "فرانکفورتر آلگماینه سایتونگ" آلمانۍ ورځپاڼې ته رپوټ ورکړی دی چې په مجموع کې یوازې ۵۴ مهاجر یې په کار گمارلي دي.

د (DAX) ډلې شرکتونو په خبره د پورته شمیر څخه ۵۰ تنه یې د آلمان د پوسته رسونې په برخه کې کار کوي. په دې څیړنه کې البته د آلمان کوچني او متوسط شرکتونه په پام کې نه دي نیول شوي.