1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تونس ولسمشر سعودي عربستان ته وتښتېدی

۱۳۸۹ دی ۲۵, شنبه

د جمعې په ماخستن په تونس کي پر ګرځېدلو بنديز لګول سوی ؤ. خو د هغه سربېره بيا هم د هيواد په پلازمېنه کي د خوشاليو کولو لپاره ګڼ شمېر خلک کوڅو ته راوتلي ول. په پلازمېنه کي د جمعې په ماخستن يو شمېر ودانۍ هم وسوځل سولې.

https://p.dw.com/p/QsaT
بن علي د تيرو 23 کالو راهيسي په تونس کي واکمن ؤانځور: AP

د تونس 74 کلن ولسمشر زين العابدين بن علي د تيرو 23 کالو راهيسي په تونس کي واکمن ؤ. کله چې رسنيو دا خبر خپور کړی چي نوموړی د خپلې کورنۍ سره و سعودي عربستان ته تښتېدلی دی نو ګڼ شمېر تونسانو کي نوې هيلې او خوښۍ راوټوکېدې. زين العابدين بن علي چي نور يې په هيواد کي د احتجاج کوونکو په وړاندي د مبارزې قوت نه درلودی و سعودي عربستان ته د تښتېدلو وړاندي يې د فرانسې څخه غوښتنه کړې وه چي ورته د سفر اجازه ورکړي. د فرانسې هيواد چي پخوا يې تونس تر استعمار لاندي ؤ د بن علي غوښتنه ونه منله. هغه ؤ چي بن علي د سعودي عربستان مخه وکړه.

په تونس کي هغه وخت احتجاجونه رامنځ ته سوه کله چي يوه ځوان د بې روزگارۍ څخه د په عذابېدو وروسته ځان ته اور واچاوه. څو ورځي وروسته يو شمېر نورو ځوانانو هم ددغه ځوان په پېښو کولو سره ځانونه ووژل چي په ټول هيواد کي يې د حکومت پر ضد کرکه لا زياته کړه او خلک کوڅو ته راووتل.

ويل کيږي چي د تونس روان احتجاجونه چي حتی ولسمشر بن علي يې تېښتي ته اړباسۍ د دغه هيواد په تاريخ کي ساری نه لري. د احتجاجونه پر وخت زياته کرکه د کورنيو چارو د وزارت او پوليسو په وړاندي ښودل کېدل چي ورباندي تور لگول کيږي چي پکښي د اداري فساد کچه ډېره لوړه ده.

د جمعې په ورځ په غوسه احتجاج کوونکو هڅه وکړه چي په پلازمېنه کي واقع د کورنيو چارو د وزارت و ودانۍ ته ورننوځي چي په ترځ کي يې د امنيتي چارواکو سره اخ و ډب رامنځ ته سو. پوليسو د اوښکي بهېوؤنکي گاز او وهلو ټکولو څخه کار واخيستی.

کله چي رسنيو خبرونه خپاره کړل چي د هيواد ولسمشر و سعودي عربستان ته تښتېدلی دی نو د تونس په ښار کي په زرگونو انسانان د خوشاليو لپاره راټول سول. پداسي حال کي چي د جمعې په ماخستن په ښار کي پر گرځېدلو بنديز لگول سوی ؤ خو بيا هم په زرگونو کسان کوڅو ته راووتل. د خبرونو له مخي د جمعې په ماخستن يو شمېر ودانيو ته هم اورونه واچول سول.

د هيواد د واک چارې اوس لومړي وزير غنوشي په غاړه اخيستي دي. نوموړی چي اوس د هيواد ولسمشر او لومړی وزير دی وايي چي د ده په هيواد کي وضعه ډېره گډوه وډه ده.

تونس هيواد چي هر کال ورته د ټولې نړۍ څخه زیات سېلانيان په سېل ورځي د سياحت له لاري ډيري پيسې هم لاس ته راوړي. د روانو ناقراريو په ترڅ کي د هيواد د عايداتو دغه مهم ښاخ سخت کمزوره سوی دی. د بېلگي په توگه هغه الماني سېلانيان چي په تونس کي وه د جمعې په ورځ يې و المان ته راتگ پېل سو. اټکل کيږي چي د دوشنبې تر ورځي به زياتره الماني سېلانيان د ځانگړو الوتنو په ترځ کي د تونس څخه والمان ته راوستل سي.

آژانسونه / اڅکزی

کتونکی: محمد قاسم نوري