1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تونس په احتجاجونو کي ۲۶۵ کسان ټپيان سوي دي

۱۳۹۱ آذر ۹, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/16sVk

د تونس د شمالي ولايت سليانې په مرکزي ښار کي د چهار شنبې په ورځ په زرونو انسانانو د ژوند د خرابو شرايطو پر ضد احتجاجونه وکړل. په دغو احتجاجونو کي نزدې ۲۶۵ کسان ژوبل سوي دي. و رسنيو ته د زخمي سوو کسانو د شمېر په هکله معلومات هغو روغتونونو ورکړي دي چي ټپي سوي کسان وروړل سوي دي. د احتجاج پر وخت د پوليسو او احتجاج کوونکو تر منځ د اخ و ډب پيښې ټوله ورځ رواني وې. احتجاج کوونکو په خپل ولايت کي د لا زياتي پانگوني او د بې روزگارۍ پر ضد شعارونه ورکول. دوی د دغه ولايت د والي د استعفا او د ۲۰۱۱ کال د اپريل د مياشتي راهيسي زنداني سوو کسانو د آزادولو غوښتنه کوله. د تونس هيواد کارگرو ډلو، پر پوليسو تور لگولی دی چي د دوی په وينا «د بې حده زیات» تاوتريخوالي څخه يې کار اخيستی دی. دغه ډلو د پنجشنبې د ورځي له پاره د نوو احتجاجونو اعلان کړی دی.