1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تير کال په اوږدو کي د چين ټولنيزي ستونزي

۱۳۸۷ دی ۱۵, یکشنبه

په 2008 زيږديز کال کي د دوبي المپيايي لوبو ته د تياری نيولو په وخت کي د نړۍ پام د چين هيواد ته واوښت او د چيو د ټولني دستونزو جرړي يې روښنايي ته راوايستي.

https://p.dw.com/p/GRjN
يوه چينايي ښځه چي د تيبت په مسله کي په بند کي شپې او ورځي تيروي
يوه چينايي ښځه چي د تيبت په مسله کي په بند کي شپې او ورځي تيرويانځور: AP

د مارچ په مياشت کي يوې چيغي د هماليا چوپتيا ماته کړه او ټوله نړۍ يې ولړزوله. د نړۍ پر بام د تبت مذهبي راهبان په سوله ايزه توګه راغونډ سول او د دوی روحاني مشر دلايلاما د بيرته ستنيدو غوښتنه يي وکړه. له سوله ايزو لاريونونو څخه وروسته د زورزياتي نښتي جوړي شوې. که څه هم دلايلاما غوښتنه کوله چي له زورزياتي څخه بايد کار وانه خيستل سي. د چين له نظره دا د المپيايي لوبو په درشل کي يوه ستره رسوايي وه.

پيکينګ پوليس پياوړي کړل او ډزي هم وسوې. دلايلاما چي په هندوستان کي وو، د مارچ پر اوولسمه يې محکمې ته عرض وکړ:« وضعه ډيره متشنجه ده. داسي ښکاري چي مړي به هم سوي وي. تبتيانو پريکړه کړې چي پر خپلو غوښتنو ودريږي، چينايان هم پر خپلو کړو وړو ټينګار کوي، دا ددې مانا ورکوي چي خلک به ووژل شی.»

لاريونونه او اعتصابونه نور هم زيات سول، بې پلوه ژورناليستان له تبت څخه وايستل سول، په بهر کي دتبت حکومت وويل چي څه ناڅه 80 کسه ووژل سول او دلايلاما د پرګنو له وژني څخه ږغيده.

پايله يي: د المپيا د مشال وړل په ټوله نړۍ کي له پروتستونو سره مخامخ شو.کله چي د مشال وړل پای ته ورسيدل نو چين د المپيا د خوښۍ په درشل کي له طبيعي پيښي سره مخامخ شو، د چين د سيشوان ښار د می د مياشتي په 12 نيټه د زلزلې ټکانونو د ريکتر په7,9 درجو ولړزاوه. 70000 تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ او په مليونونو تنه بې کوره شول.

د چين صدر اعظم وين جييابو پاتې خپلوانو ته وويل :«زموږ اهمه دنده چي د خلکو ژوند وژغورو، هره دقيقه د اهميت وړده، که ډيره لږه هيله هم موجوده وي، چي انسان وژغورل سي، نوموږ بايد دهغه لپاره هرڅه سرته ورسوو.» او بيا د اګست د مياشتي پر اتمه نيټه المپيايي لوبي پرانستل سوې.

د مېلمه پال هيواد د سپورت د لوبو پايلي حيرانوونکي وې. د لومړی ځل لپاره چين په المپيايي لوبو کي د امريکا له متحده ايالاتو څخه د 51 سرو زرو د مډالونو په ګټلو سره مخکي شو. چين د المپيا له لوبو مخکي وعده کړې وه چي په خپل هيواد کي به بشري حقونه مراعاتوي، خو د لوبو په درشل او د لوبو په بهيرکي ډيري نيوکي راپورته شوې او ډير داسي نيوکي کوونکي بند ته واچول شول. يو له هغو څخه «هو ييا» وو چي له يو کال راپديخوا په زندان کي دی. هو ته دسږ کال د سخاروف جايزه هم ورکړل شوه خو خپله يي تر لاسه نه شوای کړای.

په همدې لړ کي المان له چين سره پر خپلو اړيکو پام وکړ او دهغو د ښه کولو لپاره يي هڅي وکړې. خو د چين په هکله ښه خبر په 2008 کال کي دادی چي د پيکينګ او ټايوان تر منځ څلورويشت ساعته الوتني پيل سوې او د ټايوان او چين تر منځ د لسګونو کلونو دښمني پاي ته ورسيده.