1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د وسلو په توګه د روبوتونو کارول تباهي رامنځ ته کوي»

۱۳۹۶ مرداد ۳۱, سه‌شنبه

د روبوټ ټکنالوژۍ په برخه کې فعالو کمپنیو ملګرو ملتونو ته خبردارې ورکړی چې له ربوټونو څخه د اوتوماتیکو وسلو په توګه کار وا نه خیستل شي، که نه نو ډیره تباهي به رامنځته شي.

https://p.dw.com/p/2idaw
Bildergalerie Militärroboter
انځور: Carl Court/AFP/Getty Images

مصنوعي زیرکي Artificial Intelligence او روبوټونو پورې اړونده تر سلو ډیرو کمپنیو د یوه لیک په وسیله له «دریم انقلاب» څخه خبردارۍ ورکړی دی. په دغه لیک کې د عنعنوي وسلو په هکله د ملګرو ملتونو کنوانسیون ته خبردارې ورکړل شوی چې له روبوټونو څخه د وسلې په توګه کار اخیستنه، یوه غیر عادي تباهي رامنځته کولی شي.

په لیک کې راغلي دي: «د روبوټونو او مصنوعې زیرکۍ په برخه کې پر مختلفو تخنیکونو کار کیږي او امکان لري له دې څخه د اوتوماتیکو وسلو په توګه کار واخیستل شي. موږ په دې برخه کې دا خپل مسئولیت بولو چې خبردارۍ ورکړو.»

د سپیس ایکس شرکت مشر ایلون مسک، د ګوګل د ډیپ مائنډ د څانګې بنسټ ایښودونکی او د عملي مصنوعي زیرکۍ د څانګې مشر مصطفی سلیمان پر دې لیک د لاسلیک کوونکو په ډله کې شامل دي.

لاسلیک کوونکو له ملګرو ملتونو غوښتي دي چې له دغې ټکنالوژۍ څخه د وسلې په توګه کار اخیستنې د مخنيوي له پاره ډیر زحمت ته اړتیا ده، تر څو د دې له غلطې استفادې څخه عام خلک په حفاظت کې وساتل شي.

Cheetah Roboter-Gepard des US-Militärs
د روباتونو تکنالوژۍ به چټکۍ سره مخ په ودې ده.انځور: Boston Dynamics

دا لومړۍ ځل نه دی چې دې صنعت پورې اړوند شرکت له د وسلې په توګه له روبوټ څخه د کار اخیستنې په هکله خبردارې ورکوي. په ۲۰۱۵ م کال کې سائنس پوهانو او صنعتي ادارو «د اوتوماتیکو وژونکو وسلو سیستم» یا زیرکه روبوټي وسلې «قاتل روبوټونه» بللي وو او د دې پر جوړولو یې اندېښنه ښودلې وه.

مشهور سائنس پوه سټیفن هاپکینز مصنوعي زیرکي «تر ټولو بده تیروتنه بللې وه» په داسې حال کې چې مسک، دا د انسانیت د بقا له پاره «لوی خطر» بللی وو.

د یکشنبې په ورځ په خپاره شوې دغه سرخلاصي لیک کې ویل شوي دي: «دا کیدای شي د وحشت وسله شي، کوم چې ترهګر یې د عام خلکو پر ضد استعمالولی شي او د دې په هک کولو (قفل ماتولو) سره کیدای شي ترې ناوړه استفاده هم وشي.»