1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د تیر کال په پرتله د څارویو بازار سوړ دی»

حسین سیرت۱۳۹۲ مهر ۲۲, دوشنبه

د لوی اختر په درشل کې ډیر شمیر کسان د قربانۍ له پاره څاروي رانیسي. په داسې حال کې چې پیریدونکي د بیو له لوړوالي سر ټکوي، پلورونکي وایي چې د تیر کال په پرتله یې د څارویو بازار سوړ دی.

https://p.dw.com/p/19z1V
انځور: dapd

د کابل په کمپنۍ سیمه کې په وروستیو وختونو کې د نورو ورځو په پرتله د خلکو ګڼه ګوڼه ديره ده. دې سیمه ته د کابل او شاوخوا سیمو اوسیدونکو راځي ترڅو د قربانۍ له پاره څاروي راونیسي او یا هم خپل څاروي وپلوري.

خو د پسونو یو شمیر پلورونکي وايي چې څاروي یې ډیر تود بازار نه لري او هغوی نه شي کولای چې خپل پسونه وپلوري. دغه کسان روښانوي چې د څارويو بازار د تیر کال په پرتله سوړ دی. پریدونکي بیا د څاریو د بیو له لوړیوالي څخه سر ټکوي.

رحمان د کابل ښار یو تن اوسیدونکی دی. هغه د کمپنۍ سیمې ته راغلی دی چې د قربانۍ له پاره یو پسه راونیسي. هغه وایي چې د تیر کال په پرتله د پسونو او غویویو بیې ډیرې لوړې شوې دي. رحمان وایي: «د تیر کال په پرتله د پسونو بیه لوړه شوې ده. له دې کبله چې د بهرنیو اسعارو بیه د افغانیو پر وړاندې لوړه شوې ده، په بازار کې د هر څه بیې لوړې شوې دي.»

د قربانۍ له پاره د څارویو ډیر شمیر پیریدونکي وايي چې د تیر کال په پرتله د خلکو اقتصاد ډیر ضعیفه شوی دی. د هغوی په خبره د کار د چانسونو د کمیدو له کبله د خلکو په منځ کې د پیریدو توان هم راټیټ شوی دی.

د کابل ښار یو تن اوسیدونکی رشاد، وایي: «هغه څوک چې دولتي معاش ولري، د کور کرایه ورکړي او د کور لګښتونه پوره کړي څرنګه کولای شي چې په ۱۲۰۰۰ افغانیو باندې یو پسه راونیسي. له همدې کبله خلک نه شي کولای چې قرباني وکړي.»

د رشاد په خبره که خلک کار و نه لري ان نه شي کولای چې د اختر عادي دودونه پر ځای کړي: «که خلک په ګیډه ماړه وي او کار ولري نو کولای شي چې قربانۍ هم وکړي. خو تاسي وینۍ چې څرنګه خلک راځي او له دې کبله چې د څارویو د رانیولو توان نه لري بیرته تش لاس خپلو کورونو ته ورځي.»

مسلمانان باید په لوی اختر کې د مالي توان لرلو او د شرایطو د پوره کولو په صورت کې قرباني وکړي او بیا د قرباني شوي څاروي غوښه پر نادارو خلکو او اقرباوو باندې وویشي.

هغه کسان چې له ولایاتو څخه کابل ته خپل څاروي د خرڅلاو په موخه راوړي وایي چې سږ کار لږ پیریدونکي لري. نظر محمد چې له کندز څخه یې خپل څاروي کابل ته راوستي دي وايي: «سږ کال بیکاري ده او خلک پیسې نه لري. څو ورځې کیږي چې له کندز څخه مې دغه پسونه دانه په ۱۰۰۰۰ افغانیو رانیولي دي خو اوس یې نه شم پلورلی.»

یو شمیر کسان وایي چې د څارویو بیه د تیر کال په پرتله راکښته شوې ده. د څارویو یو پلورونکی افضل، وایي: «هغه پسه چې به مو تیر کال په ۲۰۰۰۰ افغانیو پلوره، سږ کال یې په ۱۵ یا ۱۳ زره افغانیو پلورو. بیې ځکه راکښته شوې دي چې څاروي ډیر او پیریدونکي لږ دي.»

دغه پلورونکي وايي چې په تیرو کلونو کې به یې کابل ته خپل ټول راوړي څاروي تر اختره دوه ورځې مخکې پلورل، خو هغه روښانوي چې په روان کال کې د هغه ډیر څاروي لا تر اوسه پورې هم نه دي پلورل شوي.