1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ثور اتمه او د هغې پايلي

۱۳۹۱ اردیبهشت ۶, چهارشنبه

د ۱۳۷۱کال د غوايي پر اتمه په افغانستان کي تر ۱۴ کلني جګړې وروسته د پخواني شوروي پلوه دولت واکمني پای ته ورسيده او د وخت د چارواکو له خوا د يوې غونډي په ترڅ کي واک د اسلامي تنظيمونو يوې شورا ته وسپارل سو.

https://p.dw.com/p/N8OG

له هغه وروسته چي د واک ليږد په سوله ييز ډول ترسره سو، په همهغه ورځ د ولسمشرۍ له ماڼۍ څخه د باندي د بېلابېلو تنظيمونو له خوا پر دولتي ودانيو د قبضې کولو هڅي پيل سوې، چي له وسله والو نښتو سره مل وې.

ددغو تنظيمونو تر منځ په لنډه موده کي وسله والي نښتي د کابل په ټول ښار کي خپرې سوې او د کابل ښاريان له يو نوي ناورين سره مخامخ سول، او هغه ټولي هيلي ئې چي د واک له سپارلو سره ئې درلودې له خاورو سره خاوري سوې.

د هغه مهال د اسلامي ګوند د مشرتابه يوتن غړی عبدالهادي ارغنديوال له دويچه ويله سره په ځانګړې مرکه کي وويل چي د غوايي اتمه د افغانستان د مجاهدينو له پاره يو ستر برياليتوب وو، ځکه د شوروي پلوه کمونيستي ګوند واکمني پای ته ورسيده.

په دې هکله، چي د اسلامي تنظيمونو واک ته له رسيدو سره سم په افغانستان کي د جګړو نوی پړاو پيل سو ارغنديوال دا مني، چي تنظيمي مشران و نه توانيدل، چي په هيواد کي سوله او ثبات ټينګ کړي.

جهادي تنظيمونه پر کابل باندي د وردانگلو پرمهال
جهادي تنظيمونه پر کابل باندي د وردانگلو پرمهالانځور: AP

هغه دغه پړه پر بهرنيانو اچوي او وايي، چي ځيني بهرني هيوادونو نه غوښتل چي په افغانستان کي سوله او ثبات ټينګ سي.

د هغه مهال د خلق ډيموکراتيک ګوند غړی ډاکتر اصف بکتاش د غوايي اتمه د اسلامي تنظيمونو برياليتوب نه، بلکي يو شاتګ ګني.

هغه وايي، چي اسلامي تنظيمونو نسوای کولای چي له وسله والي لاري د خلق ديموکراتيک ګوند واکمني پای ته ورسوي. خو د ګوند د ننه مخالفتونه ددې لامل وګرځيدل، چي اسلامي تنظيمونه سياسي واک ته ورسيږي.

د اسلامي دولت په جوړيدو سره د کورنيو جګړو لمن پراخه سوه په زرونو تنو افغانانو ته ځاني او مالي زيانونه واوښتل، چي يوازي په کابل کي تر ۶۰۰۰۰ زيات انسانان ووژل سول او په ميلينونو نور ئې د غم پر ټغر کښېنول.

د سياسي چارو کارپوه داد نوراني د غوايي اتمه د افغانستان په تاريخ کي يوه توره ورځ ګڼي او وايي، چي د تنظيمي جګړو له امله د عامو وګړو د مرګ ژوبلي تر څنګ افغانستان ته ۱۳۰ميلياره ډالره اقتصادي زيانونه هم واوښتل.

د يا دوني وړ ده چي د افغانستان اوسنی دولت له تيرو لسو کلونو راهيسي هر کال د غوايي اتمه د افغانستان د مجاهدينو د برياليتوب تر نامه لاندي په شاندارو مراسمو لمانځي.

انور بری پال/ کابل
کتونکی: زيارمل