1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جاپان اټومي فاجعې په المان کي بحثونه راپورته کړي دي

۱۳۸۹ اسفند ۲۳, دوشنبه

وروسته تر هغه چي د جاپان په اټومي بټيو کښي اور بل سو په المان کښي يې په اصطلاح د مخاليفو گوندونو کولنگ ته لاسته ورکړی.

https://p.dw.com/p/R8wZ
په المان کښي د اټوم ضد لاريون
په المان کښي د اټوم ضد لاريونانځور: dapd

د المان د چاپيريال ساتني وزير رابرت روټگن هغه څه کوي چي ورڅخه تمه کيږي.

هغه هڅه کوي چي د اټومي انرژۍ عمومي مخاليفين آرام کړي او ورته ور پياد کړي چي په المان کي نه د جاپان په څير د زلزلې خطر سته او نه هم د سونامي. هغه وايي د المان د بريښنا توليدؤنکي بټۍ بي خطره دي.

نوموړي د جاپان تر زلزلې وروسته د شنبې په ورځ لا د لومړۍ وزيري انگيلاميرکل سره اضطراري ملاقات وکړل او د جاپان د ممکنه اټومي فاجعي په هکله يې خبري اتري وکړې.

د نورد راين ويستفالن د مسيحي ديموکراټ گوند په غونډه کي روټگن په المان کي د نوي راپورته سوي اټومي انرژۍ د بحث په هکله وويل:

« زه په ډير محافظه پالۍ سره وايم چي په دغسي يو اضطراري حالت کي بايد سياسي او گوندي سياسي بحثونه تر سره نه سي. دا يو سم کار نه دی.»

د المان د آزاد ليبرال گوند مشر گيډو ويسټرويله چي د بهرنيو چارو وزير هم دی وايي چي، د المان د حکومت د مخاليفو ګوندونو لخوا د اټومي انرژۍ په موضوع کي پر حکومت نيوکو عصبي کړي دي:

« د جاپان د فاجعې په تړاو بايد د المان غبرگون دا نه وي چي، دلته د گوندي سياست لپاره او د ولايتونو د رانژدې ټاکنو لپاره داسي بحثونه وسي. هغه پداسي حال کي چي په جاپان کي تر زرو ډير زيات انسانان مړه او په زرگونو لادرکه دي.»

د څو مياشتو راهيسي په المان کي د اټوم ضد غورځنگ نوی زور اخيستی دی. لدې کبله چي د المان حکومتي گوندونو مسيحي ديموکرات او آزاد ليبرال، د اټومي بټيو د شرکتونو د تړلو ميعاد اوږد کړی ؤ.

د المان هغه پنځه ايالتونه چي پکښي د سوسيال ديموکرات گوند حکومتونه دي، د اساسي قانون په محکمه کي يې د حکومت هغه تړونونه تر سوال لاندي راوستلي دي چي، د اټومي بټيو د تړولو پلان سوي وختونه يي غځولي وه.

د شنبې په ورځ د فوکوشيما د ناورين څخه تر مخه لا اټوم ضد کسانو د المان په باډن ويورتمبيرگ ايالت کي پر يوه اټومي بټۍ د انسانانو کړۍ جوړه کړې ول. دوی يو بل ته لاسونه ورکړي وه او په کيلومترو اوږده حلقه يي جوړه کړې ول.

د المان زياتره وگړي د اټومي انرژۍ پر ضد دي. دوی په 1986م ميلادي کال د شوروي اتحاد د چرنوبل د اټومي بټۍ فاجعې بيرولي دي، او هغه د دليل په توگه کاروي.

د جاپان د فوکوشيما ممکنه اټومي فاجعې اوس په المان کي يو ځل بيا د خلکو ويري راپارولي دي او ښايي په رانژدي يو شمير ايالتي ټاکنو کي دغه موضوع ډيره مهمه وي.

آژانسونه/ احمدولي اڅکزی

کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل