1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جاپان د اتمی بټیو د بریښنا فعالولو هڅي روانی دی

۱۳۸۹ اسفند ۲۷, جمعه

د کار پوهانو په نظر د بریښنا له فعالیدو سره د تاوانی شوو اتمی بټیو د سړیدو سیستم ښایی بیرته فعال شی. خو په عین وخت کی د هستوی وړانګو خطر لا تراوسه له منځه نه دی تللی. ډیری بهرنیان هڅه کوی چی له جاپان څخه ووځي

https://p.dw.com/p/RAdh
د جاپان له اتمی بټیو څخه دود او لوخړی پورته کیږی ، ښایی هغه په هستوی وړانکو لړی وی
د جاپان له اتمی بټیو څخه دود او لوخړی پورته کیږی ، ښایی هغه په هستوی وړانکو لړی ویانځور: AP/Kyodo News

د جمعي په ورځ جاپاني تخنيکران په دي لټه کي دي چي د فوکو شيما د اتومي بټي په رايکټورونوکي د تودوخي درجه را ټيټه کړي تر څو د هغي د ګل کيدو مخه ونيسي.

دجاپان د بریښنا د توليد شرکت وايي چي د دي کار ذمه یی په غاړه اخيستي. هغه شرکت هيله څرګنده کړه يو چي لومړی او دوهمی بټي ته د برق لاینونه ورسوی تر څو د بټیو د يخولو سيستم بيرته په کار شروع وکړي. تخنيکي کارکوونکو تيره ټوله شپه په دي کار کوو چي د بريښنا د اصلي مرکز څخه د 0.6 میل په اوږدوالي د بريښنا يو سيم تر بټي پوري وغزوي.

د جاپان د دولت وياند يوکو ادانو وويل: « نږدي ده چي د بريښنا سيم بټي ته ورسيږي، مونږ ترحده چي ممکنه وي کوشش کوو دي کار ته په تيزي ادامه ورکړو، چي د برق تر فعاله کيدو وروسته باقي پاتي کارونو ته ادامه ورکړو.»

هغه زياته کړه :« د پنجشنبي په ورځ په ۳ رايکټور اوبه واچولی شوی، په دي کي هيڅ شک نشته چي اوبه د بټي ذخيري ته رسيدلي، خو دا ويلاي نه شم چي په څومره اندازه.»

د جمعي په سهار هم ددي بټي څخه لوګي خوت، خو لا تر اوسه يي علت نه دي معلوم شوي. تخنيکي کارکوونکو کوشش کاوه چي دریم او څلورم رايکټورنه د اوبو په واسطه يخ کړي. پوځي څرخی الوتکی هم د مرستو لپاره چمتو ولاړي دی. که چيري رايکټورونه د هواسره په تماس کي شي د دي امکان شته چي خطرناکي راديواکتفي وړانګي بهر خوا ته ووځي

د فوکوشيما په اتومي بټي کي د سختي زلزلي او سمندری توپان یا سونامی وروسته د رايکټورونو د يخولو سيستمونه له کاره ولويدلي.

د توکيو د بريښنا د توليد مقامات وايي : « مونږ په دي باوري يو چي زمونږ کوښښونه به ځاي ونيسي. مونږه وليدل کله چي اوبه وشيندلي شوی هلته بړاس لري شو، مونږ په دي باور يو چي د اوبوشيندولو هلته تودوخه راټيټه کړي، چي دايو خاص تاثير لري.»

په تيره اووني کي د اتومي بټي څخه کارکوونکي د راديواکتيفو وړانګو د خوريدو له امله په مؤقت ډول را ويستل شوي وو.

بهرنیان د فوکوشيما د اتومي بټي د ګل کيدو له ويري د جاپان څخه په تيښته دي، د ا بټي د پلازميني توکيو څخه 250 کلوميتره لري پرته ده.

بهرنی دولتونو خپلو اتباعو ته خبرداري ورکړي چي د توکيو څخه ووځي او د جاپان شمال ختيځ طرف ته سفرونه وکړي.

ډيريي سفارتونو د المان په شمول په مؤقتي توګه د اوزکا ښار ته چي د جاپان په جنوب کښي پروت دي کوچيدلي دي.

د جاپان نږدي ګاونډي هيواد جنوبي کوريا ويلي که چيري وضعه نوره خرابه شوه نو د پوځي الوتکو له لاري به خپل اتباعي د هغه هيواد څخه راوباسي.

ددي زلزلي او سونامي په نتجه کي تر 15000 ډير کسان لا درکه او يا هم مړه شوي دي، خو يواځي د 5600 تنو د مړينی تایيد شوي دی. همداسي تر نيم ميلونو زياتو کسان ته چي بي کوره شوي د مرستو لړي دوام لري.

آژانسونه/ سید ریاض

کتونکی: عبدالباری حکيم