1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جاپان د عدلیې وزیر له خپلې دندې استعفا ورکړې ده

۱۳۹۱ آبان ۲, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/16UsJ

د جاپان د عدلیې وزیر د سینډیکات په نوم له یوې مافیایي ډلې سره د پخوانې اړیکې لرلو له امله له خپلې دندې څخه استعفا ورکړې ده. دا په داسې حال کې ده چې کایشو تاناکا، کابو یوه میاشت مخکې د عدلیې د وزیر په توگه دنده پیل کړې وه.

۷۴ کلن ټاناکا پر دې خبره اعتراف کړی دی چې شاوخوا ۳۰ کاله تر مخه یې د جاپان د یاکوزا، په نوم د بانډ د یوه جگپوړي غړي د واده د مراسمو په برابرولو کې مرسته کړې وه. تر دې یوه اونۍ د مخه د جاپان یوې مجلې په دې اړه راپور ورکړی وو. پر دې سربیره د بسپنو د راټولو په یوه سکانډال کې هم تاناکا له نیوکو سره مخامخ وو. په دې ترتیب اپوزیسیون له دې فرصت څخه په گټه اخیستنې سره غواړي چې صدراعظم تر فشار لاندې ونیسي چې تر وخت د مخه نوې ټاکنې تر سره شي.