1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جاپان شمال ختيځه بندري برخې سختي زلزلې ولړزولې

۱۳۸۹ اسفند ۲۰, جمعه

د زلزلې وروسته د سمندري طوفان يا سونامي څپو د هيواد په بندري برخو کي سخت ځاني او مالي تاوانونه اړولي دي.

https://p.dw.com/p/R8IS
جاپان پر داسي جيالوجيکي سيمه پروت دی چي د زلزلو رامنځ ته کېدلو زيات چانسونه وي
جاپان پر داسي جيالوجيکي سيمه پروت دی چي د زلزلو رامنځ ته کېدلو زيات چانسونه وي

د راپورونو له مخي د زلزلې شدت 8.8 درجې ؤ او ويل کيږي چي په سيمه کي اوس د سمندري طوفان خبرداری هم ورکول سوی دی. د لومړي معلوماتو له مخي د زلزلې مرکز د زندای ښار ؤ چي د ټوکيو څخه په 400 کلومترۍ کي په شمال ختيځ کي پروت دی.

زلزله د ماپښين په 02:45 بجو پېل سوه او اټکل کيږي چي د جاپان د تاريخ دغه تر ټولو ستره زلزله وه. د خبرونو له مخي د زلزلې وروستي تکانونه لا دوام لري او دا چي د زلزلې په ترځ کي د سمندري طوفان لومړيو څپو سخت تاوانانونه اړولي دي.

يو شمېر تلويزيونونو د اونگاوا د هغې اټومي بټۍ د ودانۍ انځورونه ښودلي دي چي د ميانگي په ولايت کي واقع ده. په انځورونو کي ښودل سوي چي د بټۍ پر ودانۍ د اور لمبې راگرځي.

د زلزلې وروسته سمندري طوفاني څپو سخت زيانونه واړول
د زلزلې وروسته سمندري طوفاني څپو سخت زيانونه واړولانځور: dapd

د خبرونو له مخي په ټوکيو کي برېښنا قطع کړل سوې ده او هوايي ډگر هم کار پرې ايښی دی. په نوموړو سيمو کي برېښنا توليدکوونکي اټومي بټۍ د احتياط لپاره گُل کړل سوي دي. چارواکو ويلي دي چي تر اوسه يې دا سي شواهد ندي تر لاسه کړي چي د اټومي بټيو څخه دي زروي شعاوي را اخراج سوي وي.

د بېلابيلو نړۍ والو تلويزيونونو پر پردو داسي انځورونه ښودل سوي چي د جاپان په مرکزي جزيره هونشو کي ارونه بل دي او د سيلابونو څپو بشپړه ودانۍ له منځه وړي دي.

د لومړنيو خبرونو له مخي لږ تر لږه 29 انسانان په زلزله او د هغه وروسته په رامنځ ته سوي سمندري طوفاني څپو يا سونامي کي وژل سوي دي. لږ تر لږه 90 انسانان لا تر اوسه لا درکه دي. خو اټکل کيږي چي دغه شمېر ښايي لا جگ سي.

په هوايي کي واقع د سونامي د خبردارۍ ادارې په روسيه، انډونېزيا، تايوان او د مارکوس په جزيرو کي د سونامي خبرداری ورکړی دی.

د چهار شنبې په ورځ د جاپان دغه سيمه د 7.3 درجو زلزلې لړزولې وه. خو د جمعې د ورځي زلزلې سخت زيانونه اړولي چي د وخت په تېرېدو سره يې نور تفصيلات رامخي ته کيږي.

احمدولي اڅکزی / آژانسونه

کتونکي: محمد قاسم نوري