1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جاپان نوی صدراعظم اټومي دستگاوي بيرته فعاله کوي

۱۳۹۱ دی ۷, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/179gR

د جاپان د فوکوشیما له اټومي ناورين څخه تقریباً دوه کاله وروسته د دغه هيواد نوي صدراعظم شینڅو اَبي اعلان وکړ، چي مطمئیني اټومي برقي دستګاوي به بیرته فعاله کړي. د صنایعو وزیر توشي میتوس موتیګي په توکیو کي وویل، خو د دې کار دمخه باید بې طرفه څارونکي ادارې د دغو دستګاوو د امنیت تضمین وکړي. د نورو اټومي دستګاوو جوړیدل به هم، د هغه تر امنیتي ضمانت وروسته جوړي سي. خو په عین حال کي باید نوي کیدونکي انرژۍ ته وده او پراختیا ورکړل سي. اَبي حتی د انتخاباتي مبارزې په جریان کي لا ویلي وه، چي جاپان د اقتصادي دلایلو له کبله نسي کولای له اټومي انرژۍ څخه تیر سي. د اَبي دمخه صدراعظم یوشي هیکو نودا د اوږده وخت له پاره اټومي انرژي نه غوښتل. په اوس وخت کي په جاپان کي له۵۰ اټومي دستګاوو څخه يوازي دوې فعاله دي.