1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جاپان په يوې بلي اټومي بټۍ کي هم د يخولو سيستم د کاره لوېدلی

۱۳۸۹ اسفند ۲۲, یکشنبه

د جاپاني خبري اژانس د خبر له مخه د اټومي رآکتور شاوخوا د راديواکتويو شعاعوو کچه تر هغي اندازې لوړه ول چي اجازه يې سته.

https://p.dw.com/p/R8sB
«د مياګي په ايالت کي د اوناګاوا د اټومي بټۍ په شاوخوا کي هم په لوړ مقدار کي راديو اکټويو شعاووي پيمانه سوي دي»
«د مياګي په ايالت کي د اوناګاوا د اټومي بټۍ په شاوخوا کي هم په لوړ مقدار کي راديو اکټويو شعاووي پيمانه سوي دي»انځور: AP

وروسته تر هغه چي د فوکوشيما په يوه بله بټۍ کي هم د يخولو سسټم خراب شوي، حکومت اوس دلته هم د يوي برخي هستوي ويلي کيدو خبري کوي.

څارونکي وايي چي دا د فوکو شيما د اول او دويم نمبر مرکزونو شپږمه بټۍ ده چي د يخولو سسټم يې د ستونزو سره مخ سوی دی.

د رسمي معلوماتو له مخه لږ تر لږه ۲۲ تنه چي له شعاوو اغيزمن سوي، روغتون ته وړل شوي دي. په غيري رسمي توګه حکومت د ۱۶۰ تنو اغيزمنيدل منلي دي.

د دې تر مخه چارواکو پر دې ټينګار کاو چي خلکو ته ددې څخه د زيان رسيدلو خطر نه ليدل کيږي. تر اوسه د جاپان په شمال ختيځ کي څلور لکه انسان خوندي ځايونو ته ليږدول سوي دي، چي يوازي دوه لکه د فوکو شيما د لومړۍ او دوهمي لمبر اټومي بټيو د شاوخوا په شل کيلوميترۍ کي د پرتو سيمو څخه نورو ځايونو ته انتقال سوي او يا په بيړه د سيمي څخه د تېښتي په حال کي دي.

د جاپان د کابيني وياند يوکيو ادانو ددې تر مخه وويل: « موږ په دې باور يو چي په دريم نمبر بټۍ کي به وضعه تر کنترول لاندي راولو. ددې بټۍ لپاره د اوبو د يخوالي جريان درېدلی دی او موږ هڅه کوو چي د بټۍ دننه فشار کم کړو. د هوا په ايستلو او د اوبو په پمپ کولو سره موږ کولای شو دا بټۍ بيرته عادي حالت ته راولو. په دې کار سره به يو څه راديو اکتويوي شعاوي خاريجي سي خو دا به د روغتيا ته کوم خطر ونه لري.»

د کيوډو د خبري اژانس د خبر سره سم، د مياګي په ايالت کي د اوناګاوا د اټومي بټۍ په شاوخوا کي هم په لوړ مقدار کي راديو اکټويو شعاووي پيمانه سوي دي. اژانس وايي چي ګمان کيږي دا شعاوي ددې بټۍ څخه نه وي خاريجي سوي. کارپوهان اټکل کوي چي دا د فوکو شيما د ايالت څخه باد د ځان سره راوړي دي.

په جاپان کي پر اټومي اضطراري حالت سربيره د زلزلې او سونامي د ناورين بشپړه تاوانونه او پراختيا هم تر اوسه نه شي اټکليدای. د مړو شميره ښايي زرهاو ته لوړه سي. د شنبې په ماښام روښانه شوه چي يوازي د مياګي په يوه کوچني ښار کي لس زره تنه نا درکه دي.

دا ناورين د جاپان د وګړو لپاره يو لوي ټکان دی. يو لک عسکر په مرستو بوخت دي. په دې منځ کي نړيوال مرسته کونکي هم جاپان ته رسيدلي چي په دوی کي پر نورو سربيره د چين او المان کومک کونکي هم شامل دي.

يوه چينايي مرسته کونکې وايي: « دا واز موږ د ځان سره د لټولو او ژغورلو وسايل او سامانونه راوړي او همدا ډول د خپلي شخصي ساتني لپاره هم وسايل د ځان سره لرو.»

نيکولا/ بريښنا صابر

کتونکی: نجيب الله زيارمل