1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جتانو په وړاندي د فرانسوي چارواکو چلن تر نيوکو لاندي راغلی دی

۱۳۹۰ فروردین ۲۰, شنبه

فرانسه هم د هغو اروپايي هيوادونو څخه يوه ده چيري چي يو شمېر جتان ژوند کوي. د فرانسې زيات جتان د اوسېدنې په موټرو کي ژوند کوي او يو شمېر دغه موټر يو ځای سره درول کيږي چي د يوه کوچني کلي بڼه خپله وي.

https://p.dw.com/p/RGj3
اروپايي جتان پر يو شمېر قومونو وېشل سوي چي پکښي روما او زيندي يې نامتو ديانځور: AP

ټولنپوهان وايي چي جتان چي اصلي ټاټوبی يې برصغير دی په 14 مه مېلادي پېړۍ کي يې د آسيا نورو برخو، اروپا او امريکا ته هجرت پېل کړی. په نړۍ کي تر ټولو زيات جتان اوس په اروپا کي اوسيږي.

اروپايي جتان چي پر بېلابيلو قومونو لکه سيندي او روما وېشل سوي دي زياتره اوس هم و کوچيانو ته ورته ژوند کوي. په جنوبختيځو اروپايي هيوادونو کي د اروپا تر ټولو زیات جتان ژوند کوي. د اروپا جتان د دې څخه سر ټکوي چي د دوی په وړاندي د تعصبي چلند څخه کار اخيستل کيږي.

فرانسه هم د هغو اروپايي هيوادونو څخه يوه ده چيري چي يو شمېر جتان ژوند کوي. د فرانسې زيات جتان د اوسېدنې په موټرو کي ژوند کوي او يو شمېر دغه موټر يو ځای سره درول کيږي چي د يوه کوچني کلي بڼه خپله وي. فرانسوي چارواکي وايي چي بېله اجازې او د قانوني حقه جتانو د فرانسې پر شمېر شخصي او حکومتي مځکو خپل واړه کلي جوړ کړي دي. همدا دی چي فرانسوي چارواکي د دغو جتانو په وړاندي د اقداماتو پلانونه لري.

فرانسه هغه وخت تر تنقيد لاندي راغله کله چي يې د يو شمېر جتانو کورونه په بلډوزرانو وران کړل. لکه يو جت چي د دغي پيښي په هکله داسي کيسه کوي:

په سپینه ورځ بولدوزرونه راغلل. دغه بولدوزرونه مستقیماً هغو ځایونو ته ورغلل چی د میاشتو راهیسی پکښي د فرانسې په لوېدیځ کی د نانتیز په سیمه کي فرانسوي جټان اوسیږي. ۱۷ کلن یابان لایزور په دې اړه داسي وايي.

« په دغو مؤقتی ځایونو یا موټرونو کي زه د خپلو خویندي او وروڼه سره اوسېدم. هغوی د کلکین څخه د باندي بولدوزرونه ولیدل او په ژړا یې پیل وکړ.»

په آخري لحظې کی د سابان ۱۳ کلن ورور پر دې بریالی سو چی دروازه خلاصه کړي او خپلو نورو خویندو او وروڼو ته نجات ورکړي. بیا نو سمدستي دغو بولدوزرونو هغه موټران ویجاړ کړل چی دغه جټان پکښی اوسېدل. دا ځکه چی دلته یوه مغازه وه او ددغی مغازې کارکوونکو شکایت کړی ؤ چی په دغه ځایونو کی اوسېدلي جټان دوی ته مزاحمت کوي. نو څنګه چی دغه چمن هم په دغی مغازې پوری اړه درلوده بیا یې نو خودي محکمه دایره کړه. قاضی لوچې بوګویس په دې اړه وایی:

«موږ هغی تېری پېړی ته مراجعه کوو چی په هغې کی هرچا خپله فیصله په خپله کوله ،اونه دولت.»

دغه پېښه د مارچ په آخره کی وسوه. میشل میزارد چی د کوچنیانو ډاکټره ده او په عین حال کي د اروپا دجټانو د پاره د بشری حقونو په سازمان کی کار هم کوي، وایی چی ددغه ډول عمل پېشبینی هیڅ چا نه وه کړې. دا ددې کار مسوولیت د فرانسې پر جمهور رییس نیکولا سرکوزي باندی وراچوي. ده په تېر دوبي کی دا خبره کړې وه چی په ټوله فرانسه کی به غیر قانوني اشغال سوي ځایونه له منځه یوسي .تر ټولو دمخه دجټانو ځایونه.

«دلته خبره د اقلیتونو نه ده. په دې کار سره سرکوزی خلکو ته دا جرأت ورکړچی خپله راسیستی مفکوره عملي کړي. زما په نظر دا دده له خوا یو خودسرانه لیک ؤ.»

په نانتیز کی دغه خودي محکمه ښایی یوه استثنی وي خو بیا یې هم د جټانو د شمېر په اړه چارواکو ته لاره خلاصه کړه. د فرانسې په بوبیګني کي ۲۵۰ تنه جټان ، په سرسیلیس کی ۴۰۰تنه، هره اونۍ به د دوی د تعداد په باب خبر ورکول کیږي.

د فبرورۍ په میاشت کی لا داخله وزیر بریک هارتییفی مخکې تر دې چی خپله چوکۍ پرېږدی اعلام وکړ چی په دوبي کی اویا په سلو کي غیر قانوني اشغال سوي سیمی له منځه وړل سوي دي.


«زه فکر کوم چی په دغو ځایونو کی به زیاتره جټان اوسېدل. خو اکثره دغه جټان چی شرقی اروپا ته استول کیږي، بیرته ډېر ژر دلته راځي. نو دغه وزیر دا خبره نه شي کولای چی په فرانسه کی د جټانو شمېر کم شوی دی.»

د رسنیو په حواله تر دوبي دمخه واقعاً ۲۰ زره جټان په فرانسه کي اوسېدل. نن بېرته د هغوی شمېر همدومره دی.

« دا کار هیڅ ګټه نه کوي. د سرکوزي دغه عمل به د جټانو ژوند نور هم خراب کړي. ددوی کوچنیان د مکتب څخه پاتیږي. او د هغوی درملنه هم په منظم ډول نه شي تر سره کېدای.»

دا چی د ډاکټری په حیث هم کار کوي وایی چی سرکوزي دا کار ددې دپاره کوي چي په ښي اړخو کي ډېري رایی په لاس راوړي. ځکه نو دا له دې کبله خوشحاله ده چی په اروپایی ټولنه کی د قضا کمیسارې ویفیانه رېدینګ ده ته اخطار ورکړ چی د پرېکړه لیک څخه د سرغړونی له کبله به ورته محکمه دایره سي.

« دا ډېر ښه کار دی چی اروپایی ټولنه دې خبری ته متوجه ده. خو تر هغه وخته چی هغوی ته یوازی پیشنهادونه کیږي ، سرکوزي کولای شي خپل دغه عمل ته ادامه ورکړي. اروپايی ټولنه باید په دې اړه پر نورو غړو هیوادونو خپل فشارلا زیات کړي.»

د اروپایی ټولنی له خوا به پر سرکوزي فشار زیات سي خو د جټانو د ژوند د سختوالی په اړه به په ده کی کوم بدلون رانه سي.

ويوس کرسټوف / گل غوټۍ پوپل

کتونکی: احمدولي اڅکزی