1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمنيانو له نظره داوباما د يوه کال د کار بيلانس ته يوه کتنه

۱۳۸۸ دی ۳۰, چهارشنبه

مخکي تر دې چي بارک اوباما دامريکا دجمهوررييس په حيث انتخاب شي، نوم يې له جان اف کنيډي ، مارتين لوتر کينګ ، او ابراهام لينکلن سره په يوه قطار کي اخيستل کيده .اوکله چي تر جمهوررييس کيدو دمخه جرمني ته راغی

https://p.dw.com/p/LbTh
انځور: dpa

په لس هاووزرو کسو يي په برلين کي ډير تود هرکلی وکړ .

نړيوالو انتظار ترې درلوده چي د جمهوررييس جورج بوش خارجي سياست دامکان ترحده ژرداسي حالت ته راولي لکه چي هيڅ داسي سياست نوي چلول شوی . او امريکايانو طمع ورڅخه درلوده چي داقتصادي بحران پدغه خراب حالت کي جهاني سياست پريږدي او دهيواد دننه غم وخوري . ددغو ضدونقيضو توقعاتو ترسره کول حتی داوباماپه شان په خبرو اونطق کي دډير استعداد خاوندسړي لپاره هم اسانه نوو . دالمان د«هله» دپوهنتون دامريکا دچارو دکارپوه راينهارد روده په نظر وروسته له يوه کال رياست جمهورۍ څخه دجمهوررييس اوباما انځور دده دکانديدۍ دوخت په پرتله يوڅه پيکه شويدی، روده وايي :

هغه مهال اوباما داروپايانو اودخپلو يو شمير ټاکونکو له خوادهغه وخت دمايوسيو له امله، بيخي دسياست د« ولي» مقام ته لوړ شوی ؤ . نو طبعا يو وختي واقعيت ميدان ته راوزي، اوخلک ويښيږي ،داحالت اوس منځته راغلی دی .

دامريکا په متحده ايالتونوکي داوباما دپلوۍ درجه چي په لمړي سرکي په سلوکي 70 وه، اوس په سلوکي 50 ته راټيټه شويده . همدغه ډول په اروپاکي هم اوباماته نور يوازي په مثبت نظر نه کتل کيږي . ځکه لکه هسي چي اروپايانو انتظار درلود چي اوباما به دلږي مودې په ترڅ کي ټولي نړيوالي لانجې په يوه دم حل کړای شي، ونسول . دبرلين دعلمی مرکز دامريکا دچارو کارپوه ميشاييل څرن پدې اړه وايي:

پدې کي کوم شک اوپوښتنه نسته چي ډير هغه څه چي له اوباما څخه يي انتظار کيده ، ندي ترسره شوي . دمالي بازارونو دتنظيم، داقليم په سياست، اودنژدې ختيځ په سياست کي کوم ډير پرمختګ ندی راغلی .

که څه هم د اوبا ما په خارجي سياست کي کوم ستر برياليتوب ندی په برخه شوی، خوده نه يوازي دبوش دسياست طرز، بلکه په ډيرو نورو ساحوکي هم دنوموړي سياست ترک کړيدی . پدې ډول نواوباما ديو اړخيزوالي دوره نه يوازي په تيوري کي ختم کړې ، بلکه په عمل کي يې هم دمثال په ډول ايران خبرو اتروته راوباله .دکيوبا په مقابل کي يې تجارتي بنديزونه سست کړل، له عراقه څخه يې دپوځ په ويستلو پيل وکړ، اوپه ختيځه اروپا کي يې د راکټانو ددفاعي سیسټم پروګرام ودراوه .دا چي دهغو په مقابل کي لکه څنګه چي يې انتظار کيدی، نوو، علت يې دادی چي په يوه جهاني شوې دنيا کي دامريکا جمهوررييس هم شخړي يوازي نسي حل کولای .

داخبره دافغانستان په برخه کي چي تر ټولو څخه غټ مشکل دی ،هم همداسي ده . دالانجه دومره لويه ده چي اوباما هلته دنور پوځ داستولو پريکړه وکړه .

داوباما دخارجي سياست مهم اقدامونه سړی له جغرافيايي پلوه اويادتړونونو په اساس توضيح کولاي نسي ، بلکه دا اقدامونه زيادتره دنړۍ پر مخ دامريکا په پرانيستلوکي پراته دي . څرن وايي چي : داوباما له راتلو سره په بین امللي سياست کي بله لهجه رواج شويده، او اوس امريکا نه وايي چي څوک چي زمونږ پر خوا ندی ،زمونږ مخالف دی .

که څه هم په خارجي سياست کي داوباما برياليتوب ندی په برخه شوی، خو بيا دننه په هيوادکي د روغتيايی سياست په برخه کي دسمښت له راوستلو سره چي، پخواني ديموکرات جمهوررييس بيل کلينتن بيخي پکښي ناکامه ؤ، دخپلوپلويانو شمير ډيرولي شي . که څه هم دټولوامريکايانو دبيمه کيدومسله لا بشپړه شوي نده ،خو ترډيرو بحثونو وروسته په کنګرس کي دهغه په مخکي ډير خنډونه ليري شويدي .اوددې امکان موجود دی چي داوبا ما دحيثيت په خاطر دغه مهمه پروژه په نوامبر کي دکانګرس تر نو انتخاباتو دمخه تصويب شي .

ميشاييل کنيګه/ رحيله اميري

کتونکی : محمد قاسم نوري