1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمنيانو ډېر افغان کارکوونکي اجازه لري جرمني ته راسي

۱۳۹۴ بهمن ۲۰, سه‌شنبه

د جرمني «NDR» راډيو د کورنيو چارو وزارت په حواله راپور ورکړی چي د تيرکال له نیمايي راهيسي د جرمنيانو هغه ځايي افغان کارکوونکي چي په خپل هیواد کي له خطر سره مخامخ وي جرمني ته د راتگ اجازه ورکول کيږي.

https://p.dw.com/p/1HrqT
انځور: picture-alliance/dpa

دغي راډیو د سه شنبې په روځ (۲۰۱۶م کال د فيبرورۍ ۹مه) د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو پر اساس راپور کي وويل چي د هغو افغان کارکوونکو چي جرمني ته ئې د تگ غوښتنه کړې ده په سلو کي ۶۸ سلنه مثبت جواب تر لاسه کړی دئ.

د راپور له مخي دا په داسي حال کي ده چي د ۲۰۱۵م کال تر جولای مياشتي دمخه دغه سلنه يوازي په سلو کي ۴۰ وه.

دا هغه افغان ځايي کارکوونکي دي چي په افغانستان کي ئې د جرمني له دفاع، کورنيو او بهرنيو چارو وزارتونو او پراختيايي سازمانونو سره کار کړی دئ.

د راپور له مخي په ځانگړې توگه د هغو افغان ځايي کارکوونکو په اړه پريکړه کي بدلون راغلی دئ چي په افغانستان کي ئې د جرمني له پوځ سره کار کړی دئ.

جرمني ته د راتگ درې پر څلورمه برخه غوښتونکي هغه افغانان دي چي په افغانستان کي ئې د جرمني له دفاع وزارت سره کار کړی او اوس هلته د خطر احساس کوي.

له هغه وخت راهيسي چي افغان ځايي کارکوونکو جرمني ته د تگ غوښتنليکونه وړاندي کړي دي (دوه نيم کاله کیږي) تر اوسه پوري نژدې ۱۸۰۰ کسان ثبت سوي دي.

د جرمني د کورنيو چارو وزارت وياند ويلي دي چي دوی د هر يوه کارکوونکي چي خطر ورته متوجه وي غوښتنليک جلا جلا څېړي او بيا جواب ورکوي «په دې سره نو کيدای سي چي دغه کار مياشتي ونيسي.»

د جرمني په پارلمان کي د زرغون گوند د مهاجرت پاليسۍ وياندي لويسي امتسبيرگ، ويلي دي چي د ځايي افغان کارکوونکو غوښتنو ته مثبت جواب ورکول یو «مثبته پراختيا» ده، خو له بده مرغه دا په افغانستان کي له خراب حالت سره تړلې ده.