1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني اقتصاد به په راتکونکي کي پرمختګ ونه کي

۱۳۸۶ آذر ۲۲, پنجشنبه

د دوو مشهورو تحقيقاتي او څيړنيزو مؤسسو په اټکل به د جرمني اقتصاد په راتلونکي کي ډير مخته ولاړ نسي.

https://p.dw.com/p/DKGf
د اقتصادي لږ پرمختګ مهم علتونه د لږي پانګي اچوني، او د بين امللي لږاقتصادي پرمختګ اټکلونه ښودل سوي دي.
د اقتصادي لږ پرمختګ مهم علتونه د لږي پانګي اچوني، او د بين امللي لږاقتصادي پرمختګ اټکلونه ښودل سوي دي.انځور: picture-alliance/ dpa

د IFO په نامه د مؤسسې په تخمين به په ٢٠٠٧کال کي ٢،٧ او ٢٠٠٨ کال کي ١،٨فيصده اقتصادي پرمختګ رامنځته سي، اود IFWد مؤسسې په تخمين به په دغه کال کي ٢،٦او راتلونکي کال کي ١،٩فيصده اقتصادي پرمختګ رامنځته سي.

د اقتصادي لږ پرمختګ مهم علتونه د لږي پانګي اچوني، او د بين امللي لږاقتصادي پرمختګ اټکلونه ښودل سوي دي.

خو د IFOمؤسسه بيا د کار د مارکيټ په برخه کي ښه پرمختګ ويني. د بېکارانو اندازه به په جرمني کي د ٣،٨مليونو کسانو څخه په دغه کال کي و ٣،٥ مليونوکسانو ته راکمه سي