1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د جرمني او افغانستان ترمنځ د مهاجرو تړون پر بشپړېدو دی»

آژانسونه/ ن. ز۱۳۹۵ شهریور ۲۰, شنبه

د يوې جرمنۍ مجلې د راپور له مخي دغه هيواد له افغانستان سره د افغان مهاجرو د بيرته سنېدو پرسر موافقې ته نژدې سوی دئ. خو دا لا روښانه سوې نه ده چي څومره مهاجر به بيرته ولېږل سي.

https://p.dw.com/p/1JzgR
انځور: DW

د جرمني د «شپېگل» مجلې د شنبې ورځي (۲۰۱۶م کال د سپتمبر ۱۰مه) د راپور له مخي، د ځينو افغان مهاجرو د بيرته سنېدو په اړه د موافقې پر جزئياتو باندي په برلين کي د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له مرستيال سره خبري سوي.

په راپور کي راغلي دي چي افغانستان به هغه افغان مهاجر چي پخپله خوښه بيرته هيواد ته ستنېدل غواړي او هغه چي د پناه غوښتنه ئې نه ده منل سوې، په اسانۍ سره ومني.

په راپور کي زیاته سوې ده چي له افغانستانه برلين ته راغلي هيئت دا منلې ده چي بيرته لېږونکي افغان مهاجر دي په چارتر الوتکو کي افغانستان ته ستانه کړل سي.

جرمني افغان استازي ته ډاډ ورکړی دئ چي د بيرته سنېدونکو افغان مهاجرو، په ځانگړې توگه ښځو او کوچنيانو ته احتمالي گواښونو ته به جدی پام کوي.

د سپيگل مجلې د راپور له مخي له افغان حکومت سره د افغان مهاجرو په اړه خبري ډېري ستونزمني وې. دوی ليکلي دي چي افغان حکومت د هغو افغان مهاجرو د ځای پر ځای کولو له پاره چي بيرته خپل هیواد ته لېږل کيږي له جرمني څخه د دوو ميلياردو يورو غوښتنه کړې وه. خو جرمني دغه وړانديز و نه مانه او د دې پرځای ئې له کاله د ۴۳۰ ميليونو يورو مرسته ومنله.

ياده مجله د جرمني د کورنيو چارو وزارت د يوې سرچينې په حواله ليکي چي اوس د دغه هیواد حکومت غواړي چي د مهاجرو د بيرته ستنولو پروسه چټکه کړي: «د دغي پروسې په بريالۍ پيلېدو سره به نورو هيوادونو ته هم د مهاجرو د بيرته سنېدو لاره اواره سي.»

خو په جرمني کي د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت يوه استازي چي نه ئې غوښتل نوم ئې واخيستل سي له دويچه ويله سره په مرکه وويل چي له جرمني سره د افغان مهاجرو د بيرته سنېدو په اړه خبري رواني دي، خو تر اوسه پوري لا کومي پريکړي ته سره رسېدلي نه دي.

دا به هم درته په زړه پوري وي